لیمو – Lemon

علمي نوم ېې (Citrus ×limon) ده. د رو (rue) وړې ونې دي، د کورنۍ نوم ېې روتا سیای (Rutaceae) ده. د لیمو اوبه په شیریني او د خوړو وروسته خوراک کې کاریږي لکه د ټارټ (tart) او د امریکا (American lemon meringue pie) خوړو کې. په ټوله نړۍ کې ېې خلک له کبانو، کورني مرغانو او نورو سبزیو سره هم خوري. په کومو سیمو کې چې هوا ګرمه ده هلته ېې خلک له بورې یا مالګې سره په اوبو کې ګډوي؛ ځنې خلک ېې په چای کې هم څکي. په لیمو کې کمه اندازه B ویټامینونه، تیامین (thiamin)، ریبو فلاوین (riboflavin)، نیاسین (niacin) موجود دي او د ویټامین C سرچینه ګڼل کیږي.
 
د زېږون له کال څخه د ۱۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ کلونو وړاندې تر منځ لیمو هسپانیا او شمالي افریقا ته انتقال شوی. وروسته د صلیبي جنګیالیو لخوا چا چې په فلسطین کې د لیمو بوټي موندلي وو په ټوله اروپا کې خپور شو. په کال ۱۴۹۴ کې د پرتګال په ازورېس (Azores) ټاپوګانو کې وکرل شول او انګلستان ته هم خورا زېات انتقال شول.
 
لیمو د کال ۱۲ میاشتې شنه ونه لري، که چېرې ښاخونه ېې پرې نشي د ونې لوړوالی ېې له ۳ تر ۶ مترو پورې رسیږي. په ځینې ډولونو کې ېې ښاخونه زاویي شکل لري؛ د پاڼې په محور کې ازغي لري. ګلان ېې خوږ بوي لري یوازې یو وي او یا د غنچې شکل کې د پاڼو محور څخه وده کوي. د سوداګرۍ لپاره د پیوند له لارې خپریږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons