فېران اندریا – Ferran Adrià

مکمل نوم ېې (Fernando Adrià Acosta) ده. د مې میاشت په ۱۴ نېټه، کال ۱۹۶۲، په هسپانیا کې زېږېدلی. د پخلي لپاره ېې د مالیکولرګاسترو (molecular gastronomy) ساینسي طریقه کاروله. په ۲۱ پېړۍ کې ډېرو خلکو ګمان کاوه چې د نړۍ تر ټولو ښه اشپز ده. په ۱۸ کلنۍ کې ېې مکتب پرېښود او په یو رسټورانټ کې د یو لوښوینځونکي په توګه کار پېل کړ تر څو پېسې جمع کړي او د ایبیزا ښار (Ibiza) ته سفر وکړي. په رسټورانټ کې ېې کلاسیک ګاسټرونومیک (classic gastronomic techniques) تخنیکونه زده کړل. له روزل کېدو وروسته ېې د خپلې سیمې د یو بل رسټورانټ په پخلنځای کې کار پېل کړ. په کال ۱۹۸۲ کې د جبري عسکري خدمت ته ولاړ. له خدمت کولو وروسته ېې په یو فرانسوي رسټورانټ کې کار پېل کړ. په کال ۱۹۸۴ کې په همدې رسټورانټ کې اشپز شو. ۸ میاشتې وروسته د اشپزانو مشر دنده پرېښوده : فېران او یو بل اشپز د پخلنځای مسولیت په غاړه واخیست. په کال ۱۹۸۷ کې فېران یوازې پخلنځای پر مخ بیوه او بلاخره له خپل مالک سره په همدې رسټورانټ کې شریک شو. او د (technique-concept cuisine and nouvelle cuisine) په نامه ېې خواړه خلکو ته چمتو کول چې د فېران خپل نوښت ګڼل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons