منشي مرغه – Secretary bird

منشي مرغه (Sagittarius serpentarius) ښکار کوونکی مارغه ده، د کورنۍ نوم ېې سګیتاریدای (Sagittaridae) ده، د افریقا په وچو لوړو سیمو کې ژوند کوي، اوږدې پښې لري، نری خو ځواکمن بدن لري، د بدن اوږدوالی ېې تر ۱.۲ سانتي متره پورې رسیږي، وزرونه ېې تقریبا تر ۲.۱ متره پورې پراخیږي. په سر او د غوږونو شاوخوا بڼکې ېې داسې ښکاري لکه پخوا منشیانو به چې د غوږ تر شا قلم کېښوده او په همدې وجه ورته منشي مرغه وایي. د دې مرغانو خواړه یوازې ماران دي مګر له دې سره سره که چېرې سپګې او نورې حشرې او یا د مرغانو هګۍ پېدا کړي خپل ځان ترې تغذیه کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons