کب خوړونکی – Osprey

د کورنۍ نوم ېې پاندیونيدای (Pandionidae) ده خو ځنې وخت د همدې کورنۍ فرعي کورنۍ پاندیو نینای (Pandioninae) ګڼل کیږي. ماهیخور مرغه (Pandion haliaetus) چې کب خوړونکی عقاب هم ورته وایي ۶۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، د ساحلونو په اوږدو کې ژوند کوي، پاسه برخه ېې نصواري رنګ لري، لاندې برخه او سر ېې سپین رنګ لري. کله چې خپل ښکار منګولو کې له اوبو نه د ناستې ځای ته ویسي له خوړلو وروسته بیا د خپلو پښو مینځلو لپاره اوبو کې پښې ډوبوي. پرته له جنوبي امریکا په ټوله نړۍ کې پېدا کیږي. په لوړو ونو کې، د ځمکې په سطحه او یا د ډبرو تر منځ په لوړو ځایونو کې ځالې جوړوي. یوه ځاله ېې له پلرونو وروسته بچیان او بیا د هغوي بچیان کاروي. بچیانو ته دواړه پلار او مور خواړه راوړي او په ۸ هفتو کې په الوتنه پېل کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons