Autumn – منی

د کال فصل ده، د اوړي او ژمې ترمنځ وي، په دې فصل کې تودوخه په تدریجي توګه کمیږي. په انګلستان کې ورته (Autumn) او په متحده ایالتونو کې ورته (fall) نوم اخلي. په دې موسم کې د ونو پاڼې رژیږي او له همدې امله په متحده ایالتونو کې د (fall) په نامه یادیږي. په شمالي نیمه کره کې د مني فصل د مني ایکینوکس (autumnal equinox) او د ژمي سولیسټایس (winter solstice) ترمنځ موده ګڼل کیږي.
 
نوټ : د مني ایکینوکس پر وخت ځمکه چې په کوم مدار کې له لمر څخه تاویږي داسې ځای کې وي چې د شپو او ورځو اوږدوالی سره برابر وي. د مني ایکینوکس د سپتمبر میاشتې په ۲۲ یا ۲۳ پېل کیږي. د ژمي سولیسټایس پر وخت ځمکه په خپل تاوېدونکي مدار کې داسې ځای کې وي چې ورځې د کال تر هر وخت لنډې وي، د ژمي سولیسټایس د دسمبر میاشت په ۲۱ یا ۲۲ نېټه پېل کیږي. په شمالي نیمه کره کې د همدې دواړو ترمنځ ته د مني فصل وېل کیږي پام مو وي چې په جنوبي نیمه کره کې استرالیا ده او هلته د مني فصل په دې میاشتو کې نه وي.
 
د مني د تودوخې انتقال چې د اوړي د تودوخې او د ژمي د سړو تر منځ انتقال ده یوازې په منځنیو جغرافیایي عرضونو یا عرض البدونو کې ترسره کیږي، په استوایي سیمو کې د کال په اوږدو کې، په تودوخه کې کم توپیر رامنځته کیږي، په قطبي سیمو کې منی ډېر لنډ وي.
 
په اروپایي ژبو کې د مني مفهوم د فصلونو له لو یا رېبلو سره تړاو لري، په دې موسم کې د خوړو تولید زیات وي. ژوي هم په دې فصل کې خواړه راغونډوي او د راتلونکي ژمي لپاره د خوړو زېرمې چمتو کوي، کوم ژوي چې وېښته لري د ډېرو وېښته اوږدیږي. ډېری مرغان د استوا خط لور ته کډوال کیږي او د ژمي له سړې هوا تېښته کوي. د متحده ایالتونو په ختیځ او اروپا کې د مني پر وخت د اکتوبر یا نومبر په پای کې کله کله نا څاپه د لنډ وخت لپاره هوا ډېره توده شي او دې پېښې ته د هندي اوړي ( Indian summer) نوم اخلي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons