کلسایټ – Calcite

کلسایټ څه ده ؟
د ډبرې شکل کې منرال ده، کیمیاوي فرمول ېې (CaCO3) ده. په ټوله نړۍ کې بې اندازې پرېمانه په رسوبې ډبرو، مېټامورفیک ډبرو او احتراق کوونکو یا اور لرونکو ډبرو کې پېدا کیږي. د ځینې ځمکپوهانو نظر کې کلسایټ (ubiquitous) هر ځای کې پېدا کېدونکی منرال ده.
سپین یا بې رنګه منرال لرونکي توکي چې ترکیب کې ېې کلسیم کاربونېټ شامل وي. کلسایټ لکه د رسوبي لایم سټون ډبرو، د مرمرو او ګچ عمده تشکیل کوونکی ده. له دې پرته په کرسټالین شکل کې هم پېدا کیږي. کرسټال ېې د انځور د انحراف دوه انځوریزه ځانګړنه لري.

کلسایټ په لایم سټون او ماربل کې پېدا کیږي دا ډبرې بې اندازې پرېمانه دي او د ځمکې د قشر د پام وړ برخه جوړوي. د کلسایټ ځانګړنې له کلسایټ څخه داسې منرال جوړ کړی چې خورا زېات کاریږي. کلسایټ د تعمیر جوړونې د موادو په توګه کاریږي، لکه د پاکوونکي یا رېګمال په توګه، د کرنې په خاوره کې، د رنګ په توګه، په درملو کې او داسې نورو ډېرو ځایونو کې کاریږي.
 
په لایم سټون او مرمرو کې کلسایټ
لایم سټون رسوبي ډبره چې په ترکیب کې ېې اساسا لایم سټون موجود ده. لایم سټون ډبره له دوه شیانو رامنځته کیږي چې یو ېې د کلسیم کاربونېټ رسوب او بل ېې په صدف، مرجان، بولو او د اوبړیو انبارونو کې د (diagenesis) پر وخت رامنځته کېدلو لار ده.
کله چې رسوب رسوبي توکو ته بدلیږي په دې وخت کې کیمیاوي او فزیکي بدلون— (diagenesis)
مر مر مېټامورفیک (metamorphic) –هغه رسوب شوې ډبرې چې د تودوخې، فشار او نورو طبعي لاملونو له وجې ېې شکل تغیر کړی وي. — ډبره ده او له لایم سټون څخه د فشار او تودوخې په شتون کې رامنځته کیږي. که چېرې مر مر په وړو ټوټو ووېشل شي او بیا دغه ټوټې وازماېل شي نو د ازموینې پاېله کې به دلایم سټون نښې ووینی. کوم ماربل چې د لوړ مېټامورفېزم له وجې رامنځته شوي وي زېات کرېسټال کلسایټ لري. 
 
په ساختمانونو کې د کلسایټ کارونه
د رغونې شرکتونه اساسا د مرمرو او لایم سټون شکل کې د کلسایټ استعمالونکي دي. دا ډبرې له زرګونو کلونو انسانانو په ساختمانونو کې کارولي. د مصراو لاتیني امریکا په اهرامو کې ېې بلوکونه کارېدلي.
عصري معمارۍ کې له لایم سټون او مرمرو څخه سیمنټ او کانکرېټ تولیدیږي. دا توکي په ډېر اسانۍ ګډوله کیږي، له یو ځای بل ځای ته انتقالیږي او د نیمه مایع په توګه ځای پر ځای کیږي. کانکرېټ ېې د لویو لارو په سرکونو، تعمیرونو، پلونو او نورو جوړښتونو کې کاریږي.
 
د کلسایټ فزیکي ځانګړنې 
کاربونېټ
کیمیاوي طبقه بندي
معمولا سپین رنګ لري وو ډېر وخت بې رنګه، خړ، سور، شین، نیله، زېړ، نصواري او نارنجي هم وي
رنګ
سپین
د خط رنګ
ښیښه اي
ځلا
شفاف او نیم شفاف ,راڼه او نیمه راڼه  
روڼتیا (شفافیت)
بشپړ، رومبوهدرال یا درې بعده لرونکی شکل، درې لارې
د اړخونو جوړښت
3
د ګرېويټي یا موس کلکوالی
2,7
ځانګړی وزن
د پوډر شکل کې، درې بعده لرونکی شکل، د کرسټال شکل کې
تشخیصي ځانګړنې
CaCO3
کیمیاوي ترکیب
شپږ ضلعې
د کرسټال سیستم
د اسیدو یا تېزابو خنثی کونکي، د کم کلکوالي لرونکي پاکونکي بورس یا رېګمال، د خاورې نرمونکي په توګه کاریږي له دې پرته د تودوخې په شتون کې ترې لایم یا چونه جوړیږي.
استعمال
د تېزابو په خنثی کولو کې د کلسایټ استعمال

د اسیدو د خنثی کولو لپاره په مختلفو طریقو کاریږي. له سلګونو کلونو مرمر او لایم سټون ډبرې ماتیږي، پوډر کیږي او په خاوره باندې د اسیدو خنثی کېدو لپاره شیندل کیږي. همداسې د تودوخې په ذریعه چونه ورځنې جوړیږي چې په خاوره کې ېې د غبرګون کچه لوړه ده.

په کیمیاوي صنعتونو کې هم کلسایټ د اسیدو خنثی کوونکي په توګه کاریږي. کله چې کارخانې یا شرکتونه تېزاب لرونکې اوبه د کانالونو له لارې تخلیه کوي د اسیدو د خنثی کولو لپاره په دې اوبو کې میده شوي لایم سټون اچول کیږي تر څو دغه تېزاب لرونکې اوبه خنثی کړي.
د کومو مرمرو او لایم سټون چې د کره توب کچه لوړه ده له دې ډبرو کلسیم کاربونېټ اخیستل کیږي، له بورې او بوی لرونکو توکو سره ېې کلسیم کاربونېټ یوځای کیږي او په درملو کې کاریږي. دغه درمل لکه د ژاولو په څېر زدول کیږي او د معدې د اسیدو خنثی کولو کې موثر دي. له دې پرته د هاضمې او د نورو مرضونو لپاره هم درمل ځنې جوړیږي.

کلسیم کاربونېټ جذبونکي
جذبونکي داسې توکي دي چې د نیولو وړتیا لري. کله چې فوسیلي د سوڼ مواد سوزول کیږي او د احتراق پر وخت کله چې ګازونه خپریږي نو لایم سټون د جذبونکو توکو په توګه کاریږي. کلسیم کاربونېټ له سلفر دیوکسایډ او نورو ګازونو سره تعامل کوي، جذب کوي ېې او هوا ته ېې د خپرېدو مخه نیسي.

نور استعمال
د پوډر په شکل کې کلسایټ ډېر زېات سپین رنګ لري. د پوډر شکل ېې ډېر وخت د سپین رنګ په توګه کاریږي. ځینې مخکیني رنګونه له کلسایټ څخه جوړ شوي وو.
په سپینونکو توکو کې لومړی جز ده.
کومې چرګې او غواګانې چې هګۍ او شیدې کوي د لایم سټون ډبرو وړې ټوټې په خوړو کې ورکول کیږي ځکه چې زېات کلسیم کاربونېټ لري.
کلسایټ د سکرو د زېرمو پر دیوارونو هم شیندل کیږي تر څو په هوا کې د سکرو د دوړو کچه کمه کړي او د اور لګېدو د خطر مخنیوی وشي. 

کلسایټ : د کاربن ډایوکسایډ ذخیره
د نړۍ په چاپېریال کې کاربن ډایوکسایډ یو اړین ګاز ده. په فضا کې د ګرین هوس ګاز ده چې دنده ېې د نړۍ له سطحې سره نږدې د تودوخې نیول یا جذبول دي. د لایم سټون د جوړېدو مراحل له فضا څخه کاربن دایوکسایډ جذبوي او د ډېر وخت لپاره ېې ساتي. دا پروسه تقریبا له میلیونونو کلونو روانه ده چې د کاربن ډایوکسایډ لویه برخه ېې ذخیره کړې. کله چې دا ډبرې هوا یا اوبو سره تعامل وکړي، د تودوخې په وجه چونه ځنې جوړه شي او یا هم پوډر شي او د ځمکې د نرمولو یا تېزابو خنثی کولو لپاره وکارول شي یو څه برخه کاربن ډایوکسایډ ېې بېرته هوا ته خپریږي. د لایم سټون دجوړېدو پروسس او بېرته د تخریب یا کارونې پروسې د نړۍ په اقلیم باندې خپل اغیز لري. 


کلسایټ د سپین مرمر په شکل کې د سترې محکمې په ودانۍ کې د اساسي ډبرې په توګه وکارېده.
د جورجیا د ټېټ کلسایټ د ګلابي مرمر په شکل کې. دا ډول له یوې څنډې تر بلې څنډې پورې ۴انچه یا لس سانتي متره ده.
 
د اینډیانا د بېډ فورډ کلسایټ د اوولیټیک لایم سټون شکل کې دا ډول له یوې څنډې تر بلې څنډې پورې ۴انچه یا لس سانتي متره ده
 
کلسایټ په لوړو تعمیرونو کې د سیمنټ په توګه یا د سیمنټ د راغونډونکي جز په توګه کاریږي.
 
د کنزاس شفاف کلسایټ چې د وېش ځانګړنه لري
دا ډول له یوې څنډې تر بلې څنډې پورې ۴ انچه یا لس سانتي متره ده
 
د خاورې د درملنې لپاره د تېزاب د خنثی کوونکي په توګه د کلسایټ پوډر شیندل کیږي.
 
 
کلسایټ د سپینو مرمرو د بلوکونو په شکل کې چې له دې بلوکونو مجسمې او د ډبرو یادګاري لوحې جوړیږي
 
د انګلستان د ډوور کلسایټ د چونې د ډبرو په شکل کې 

د متحده ایالاتو په ویرجینیا کې په (Luray Caverns) سمڅه کې کلسایټ
 
کلسیایټ د لیتوګرافیک لایم سټون ډبرې په شکل کې
کلسایټ د نیم روڼ یا نیم شفاف اونیکس (onyx) شکل کې
کلسایټ د سپین کرسټالین مرمر په شکل کې
کلسایټ د پیکاسو تیګو (Picasso Stone) په شکل کې
دا ډبرې ډېر وخت په زېوراتو کې کاریږي او یا د ښکلا لپاره پرې کیږي او بیا ښویږ د مرمرو یو ډول ده.
کلسیایټ د کال کرېوس توفا (calcareous tufa) شکل کې 
 
کلسایټ د شګې د کرسټال په شکل کې 
کلسیاټ دټراوېرټاین (travertine) شکل کې
په کلسایټ کې د وړانګو دوه انحرافه یا دوه انځوریزه ځانګړنه
کلسایټ د اولیتیک لایم سټون ډبرې په شکل کې
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons