میده میده باران – Drizzle

ډېر واړه کم د اوبو څاڅکي چې د بادونو د جریان لخوا راوړل کیږي. د میده میده باران د اوبو د څاڅکو قطر تقریبا له ۰.۲ تر ۰.۵ ملي متره پورې وي. که تر دې واړه شي نو د پرخې د څاڅکو په نامه یادیږي؛ که له دې غټ شي د باران د څاڅکو په نامه یادیږي. میده میده باران ډېر وخت له لړې یا غبار سره وي خو له یو بل سره توپیر لري ځکه چې غبار فضا کې ځوړند ګرځي او میده میده باران له سټراټوس ورېځ (stratus clouds) څخه په ځمکه را غورزیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons