وچ کالي – Drought

په انګریزي (drouth) هم لیکل کیږي. د اوږدې مودې لپاره د باران نشتوالی یا کموالی چې په هایډرولوجیک (hydrologic) یا اوبو کې د توازن نشتوالی او د اوبو د کمښت لامل ګرځي. له دې پرته کرنې ته زېان اړوي، د اوبو بهېدونکو لښتيو کې د اوبو کچه کمیږي او همداسې د ځمکې لاندې اوبه کمیږي چې له دې سره خاوره کې وچوالی رامنځته کیږي. د وچکالی د مخې نیولو لپاره د نړۍ په ځنې سیمو کې په ورېځ کې شیندنه کوي تر څو باران ووریږي خو په ورېځ کې شیندنه هم د وچکالۍ د مخنیوي لپاره کافي نده.
د وچکالۍ څلور بنسټیز ډولونه
۱- دایمي وچکالي: کومه سیمه کې چې پر له پسې بارانونه نه کیږي، وچ اقلیم لري او په للمو ځمکو کې ېې کرنه ممکنه ده.
۲- موسمي وچکالي: هغه وچکالي ده چې د وچ موسم سره تړاو لري. په ځنې سیمو کې یوازې یو یا دوه موسمونو کې باران وریږي او نور موسمونه وچ وي. په دې سیمو کې هغه وخت خلک کرنه کوي چې د باران موسم ېې فصل ته وده ورکړای شي (د بارانونو د موسم نه کرنه مخکې کیږي).
۳- هغه وچکالي چې د وړاندوینې وړ نه وي: دې ډول وچکالی کې لکه د تل په څېر باران نه کیږي او سیمه نا څاپه وچیږي. دا ډول وچکالي د نړۍ په هره سیمه کې ممکنه ده. یوازې په یوې وړې سیمه اغیز کوي.
۴- نښکارېدونکې وچکالي: په اوړي کې چې د تودوخې لوړه درجه زېاتې اوبه له ځمکې تبخیر کړي او حتی ډېر دروند باران ېې هم بېرته کچه پوره نشي کړای د نښکارېدونکې وچکالۍ په نامه یادیږي. دا ډول وچکالي د فصلونو په حاصلاتو کې کمی راولي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons