هیلۍ – Duck

هر توپیرلرونکی ډول چې لنډه غاړه لري، پلنه ډبله مښوکه لري، د اوبو مارغه وي هیلۍ ګڼل کیږي. دا مارغان بیا په فرعي کورنۍ وېشل شوي چې په اناتینای کورنۍ کې ېې د اوبو مارغان له اناتیدای کورنۍ دي. پښې ېې د بدن په وروسته برخه کې موقیعت لري چې ځنې وخت خلک د هیلۍ او هیلۍ ته ورته مارغانو کې لکه مرغاوۍ توپیر نشي کولای د دې وجه داده چې دواړه په اوبو کې وي اود بدن جوړښت ېې ورته والی لري. د هیلۍ د نر او ښځې توپیر له بڼکو کیږي د بڼکو رنګ ېې له ښځې سره توپیر لري. همداسې نر ېې په کال کې دوه ځلې کوریز کوی (دبدن بڼکې تویوي) او ښځینه ېې په کال کې د کوریز په ځای خامې هګۍ کوي. 
ګمان کیږي چې هیلۍ د وحشي انس پلټېرنکوس مارغه له نسله ده او وروسته اهلي (کورنۍ) شوې. په اول ځل هیلۍ له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ وړاندې ترمنځ په چین کې اهلي شوې خو له هغې وروسته د دې مارغه نسل له نورو مارغانو سره هم ګډ شوی. 
د وحشي هیلیو ۳۸ ډولونه له انس کورنۍ دي خو ۵ ډولونه ېې له بل نسل سره تړاو لري. د دې هیلۍ ډېر ډولونه اوږدې پنجې لري او ډېر وخت په ونو کې ژوند کوي. 
سمندري هیلۍ د میرجیني، میلانیتا او سوماتریني ډلې دي. خو په دې هیلیو کې بیا د تازه اوبو هیلۍ چې ډلې ېې میرګس او لوفودیت نومیږي شاملې دي. دا هیلۍ په تازه مالګینو اوبو کې ژوند کوي خو د فصل له بدلېدو سره د ژوند چاپېریال کې هم بدلون راولي. ټولې مرغاوۍ او هیلۍ د اناتیدای له کورنۍ دي. 





Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons