فیلمرغ – Turkey bird

دوه ډولونه لري، د کورنۍ نوم ېې فازیانیدای یا میلای ګریدي دای او د ډلې نوم ېې ګالي فورمز ده. تر ټولو زېات پېژندل شوي معمولي فیلمرغان (میلای ګریس ګالو پاوو) دي چې په شمالي امریکا کې ژوند کوي خو د نړۍ په نورو برخو کې هم اهلي شوي دي. 
بل ډول ېې د اګریو کاریس (میلای ګریس) اوسېلاتا په نامه دي.
د استرالیا فیلمرغ ته بسټرډ، د افریقا د ګینیا فیلمرغ ته میګاپوډ، او د اوبو فیلمرغ ته د سنېک برډ نومونه اخلي. 
ګمان کیږي چې فیلمرغ هندیانو اهلي (کورنۍ) کړی. په کال ۱۵۱۹ کې هسپانیا ته صادر شو او وروسته له هسپانیا ټولې اروپا ته صادرشوی. په کال ۱۵۴۱ کې انګلستان ته ورسېد له دې وروسته انګریزانو چې کله امریکا مستعمره کوله په ۱۷ پېړۍ که له ځان سره شمالي امریکا ته یوړ. تر کال ۱۹۳۵پورې د فیلمرغ نسل د دې لپاره اخیستل کېده چې رنګ او بڼکې ېې ښکلا لري خو له هغې وروسته په اروپا کې دفیلمرغ نسل اخیستنه د غوښې لپاره پېل شوه. 
د معمولي فیلمرغ د نر غاړه ېې بې بڼکو ده او سور رنګ لري، تر ۱۳۰ سانتي متره پورې ېې اوږدوالی او وزن ېې تقریبا تر ۱۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په اروپا کې عیسویان د کرسټ ماس په ورځ چې د عیسویانو اختر ده خوري، او په امریکا کې خلک چې له بل کوم ملګري مننه کوي د میلمستیا په ورځ ځانګړی خوراک ده. 
وحشي فیلمرغ په کومو ځایونو کې چې ځنګل وي ګڼې ونې له اوبو سره نږدې وي ژوند کوي. خوراک ېې اوبو سره نږدې حشرات، په ځنګل کې تخم او یو ډول چونګښې دي. کله چې وویریږي منډه وهي خو تر ۴۰۰ متره پورې الوتنه هم کولای شي. 
کله چې نر فیلمرغ ښځینه ته د مینې اظهار کوي خپله لکۍ غوړوي، وزرونه مړاوې لاندې زوړند کړي، یو ډول غږ کوي او خپل سر داخل ته بوځي یا ېې وروسته لور ته کوږ کړي. فیلمرغ له ۸ تر ۱۵ پورې هګۍ کوي او خپلې هګۍ ډېر وخت په سوریانو یا غارونو کې اچوي. او په ۲۸ ورځو کې ېې له هګیو بچیان راوځي.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons