کیکر – Guineafowl

د کورنۍ نوم ېې نومیدي دای ده. د ډلې نوم ېې کالیفورمز ده د دې مرغه مورنۍ ځا د افریقا ګینیا ده. او په وروستیو کې ځنې ادارو د دښتي چرګانو په ډله کې زېات کړی. ۱۰ ډولونه لري. د دې یو ډول ېې خلک د فارمونو د ستاتنې لپاره کاروي او ډېر خلک ېې غوښه هم خوري د دې ډول نوم نومیدا میلای ګریس ده. 
په فارمونو کې ځکه ساتل کیږي چې د خطر د سینګال ورکولولپاره ډېر په لوړ غږ نارې وهي. په شرقي افریقا کې د دې مارغه په مخ کې شین رنګ، سره ککره، او خړبخن او سپین چې سپین خاپونه پکې لیدل کیږي. 
نر او ښځه ېې یو ډول دي، ۵۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، نصواري سترګې لري. خوراک ېې تخم او ځنې حشرات دي. لنډ ځای پورې الوځي، په شپه کې ونو ته خیژي او د ونو په خاښونو خوب کوي. تر ۱۲ پورې هګۍ کوي او په هګیو باندې یو میاشت کیني کله ېې چې واړه بچیان پېدا شي له هګۍ راوتو سره سم د لاسه فعال وي او له مور اوپلار سره یوځای ګرځي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons