ورېځ کې شیندنه – Cloud seeding

په ورېځ کې د مختلفو توکو شیندنه چې د اوبو د څاڅکو هسته (condensation nuclei) او یا د یخ کرسټال جوړوي اود ورېدنې لامل ګرځي. په ورېځ کې شیندنه په لومړي ځل په کال ۱۹۴۶ کې د امریکا هوا پېژندونکي (Vincent J. Schaefer) ترسره کړه. اوسمهال په ورېځ کې د شیندنې لپاره الوتکې راکټ او ورته نور وساېل کاریږي. په ورېځ کې د ورېدنې لپاره ډېر ډول توکي شیندل کیږي خو ترټولو زېات موثر جامد کاربن ډایوکسایډ یا وچ یخ (carbon dioxide dry ice) او د سیلور یا سپینو زرو ایوډایډ (silver iodide) دي. کله چې دا توکي ورېځ کې وشیندل شي یوه هسته جوړوي چې چار چاپېره ېې د اوبو څاڅکي تبخیر کوي. په دې توکو کې کلسیم کلورایډ د دې لپاره کاریږي چې د ګلۍ د ورېدو مخه ونیسي تر څو فصلونو او تعمیرونو ته زېان وانه وړي.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons