ورېځ – Cloud

د اوبو ښکارېدونکی یا څرګند څاڅکي، د یخ کرسټال او یا د دواړو مخلوط ته ورېځ وایي. لړې یا غبار د ځمکې لاندینۍ د ځمکې سطحې ته نږې د ورېځ طبقه ده. کله چې لانده بادونه پورته هوا ته وخېژي له لاندې خوا فشار ېې خپروي او د خپرېدو پر وخت په ادیاباتیکه توګه (adiabatically) سړیږي.
ادیاباتیک (adiabatic) — د یو سیستم هغه پروسه چې د تودوخې له تبادلې پرته ترسره کیږي.–
د دې خپرې شوې هوا د تودوخې درجه چې کله د پرخې ټکي (dew point) ته ورسیږي نو د اوبو د څاڅکو د یو ځای کېدو هسته ( condensation nuclei) جوړوي چې د یخ کرسټال یا ورېځ ورڅخه جوړیږي. د اوبو د څاڅکو د یوځای کېدو هسته په هوا کې له مایکروسکوپي ذرو څخه تشکیل شوې وي چې همدا پروسه ډېر ژر د اوبو ۰.۰۱ ملي متره (۰.۰۰۰۴ انچه) قطر لرونکي څاڅکي تولیدوي. په یو سانتي متر مکعب کې تقریبا څو سوه دا ډول څاڅکي موجود وي. ورېځ یوازې د اوبو څاڅکي وي، د یخ کرسټال وي یا د دواړو مخلوط وي. کومه ورېځ چې یوازې کرسټال وي د ټروپوسفېر (troposphere) په پاسنۍ سړه برخه کې وي. د دواړو مخلوط هغه وخت رامنځته کیږي چې تودوخه ۰ °C وي. کله چې ورېځ خپله کې سره ونښلي او د هوا هغې طبقې ته راکوزه شي چې تودوخه ېې زېاته ده باران ورېږي.



Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons