Clear-air turbulence – د هوا څرګنده بې ثباتي

لنډیز یا مخفف ېې (CAT) ده. په شین اسمان کې د ۶۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ مترو (۲۰۰۰۰ او ۴۹۰۰۰ فټه) تر منځ د بادونو نا منظم جریان یا حرکت ده چې د الوتکو لپاره لوی خطر ګڼل کیږي. دا ډول نا منظم د بادونو جریان ډېر وخت په غرنیو او یا تالنده او برېښنا ته نږدې سیمو کې رامنځته کیږي. دې بادونو تر اوسه کومه الوتکه نده را غورزولې خو په هوا کې ېې الوتکې ته سخت زېان اړولی او د الوتکو مسافر ېې سخت ټپیان کړي. د دې ډول بادونو په اړه مخکې له مخکې مالومات ترلاسه کول ستونزمن کار ده خو په الوتکه کې اېنفرارډ لیزري ډاپلر رادار چې د (lidar) په نامه یادیږي پیلوټ ته خبرتیا ورکوي او پیلوټ په فوري توګه مسافر او مسولین خبروي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons