پنځه کم عمره کوچنیان

لمړۍ کم عمره – جون اف ارک (Joan of Arc)
یوه ۱۳ کلنه کوچنۍ فرانسوۍ انجلۍ وه چا چې فکر کوه د خدای له لوري بې جګړیزې تجربې د جګړې لپاره ځمکې ته رالېږل شوې. په دې وخت کې فرانسه له انګلستان سره په سل کلنه جګړه کې بوخته وه. کله چې د اورلیا (Orléans) جګړه کېده نو مشري یې د همدې ۱۳ کلنې انجلۍ په لاس کې وه کومه جګړه چې د فرانسې په ګټه پای ته ورسېده او انګرېزانو سخته ماتې وخوړه. اووم چارلز (Charles VII) چې د فرانسې د پاچایي واک یې له لاسه وتلی وو دې انجلۍ په کال ۱۴۲۹ کې اووم چارلز په دې وتوانوه چې واک بېرته لاسته راوړي. جان اف ارک په کال ۱۴۳۰ کې انګرېزانو اسیره ونیوله او په کال ۱۴۳۱ کې یې ژوندۍ په اور وسوزوله. له مرګ وروسته د فرانسویانو اتله شوه او په کال ۱۹۲۰ کې د فرانسې په مقدسو یا پاکو خلکو کې شامله (canonize) شوه. کانونیزه کېدل مقدس کېدل (canonize) د کتولیک عیسویت مذهب کې یو مړ شوي کس ته مقدس مقام ورکولو ته وایي چې دغه مقدس مقام د (Saint) په نامه یادیږي.

دوېم کم عمره  – بابي فېشر (Bobby Fischer)
په کال ۱۹۵۸ کې بابي فېشر د سترنج لوبې ۱۵ کلن تر ټولو ځوان او کم عمره لوبغاړی وو چې د لوی استاد (grandmaster) لقب ورکړل شو. د لقب اخیستلو دوه کاله وړاندې د بابي فیشر او ډونالډ بېرن (Donald Byrne) ترمنځ لوبه وشوه کله یې چې لوبه وګټله نو نړیوال پام یې د ځان لور ته واړوه او لوبه د پېړۍ لوبې (Game of the Century) په نامه ونومول شوه. تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې یې خورا زېاتې لوبې وګټلې او جایزې یې تر لاسه کړې خو له دې وروسته تر کال ۱۹۹۲ پورې له لوبو لاس په سر شو مګر په همدې کال کې بېرته لوبو ته راوګرځېد او لمړۍ لوبه یې له بوریس سپاسکي (Boris Spassky) څخه وګټله.
 

درېم کم عمره – لوییز برایل (Louis Braille)
په کال ۱۸۲۴ کې یې د برایل ژبې (Braille language) په نامه یوه داسې ژبه اختراع کړه چې له مخې یې ړانده پرې لیک لوست کولای شي. په دې وخت کې خپله برایل ۱۵ کلن وو. لمړی یې دا ژبه ترتیب کړه او له هغې وروسته یې وده ورکړه. خپله برایل هم له ۳ کلنۍ څخه په سترګو ړوند شوی وو او له کم عمر څخه یې هیله دا وه چې لیک او لوست وکړای شي. د برایل ژبه کې ۶۳ توري شامل دي هر یو توری یې له یوه تر شپږو پورې د یو بل له پاسه ټکو څخه جوړ شوي کومو ته چې په شپږ ځایونو میټرکس یا حجرو کې موقیعت ورکول کیږي. دا ټکي په داسې طریقه پر پاڼو لیکل کیږي چې ژوروالی یا لوړوالی لري او ړانده یې د لمس له لارې وایي. په کال ۱۸۳۷ کې یې د برایل په نامه لمړی کتاب په درې جلده کې چاپ کړ.

 


څلورمه کم عمره – باربارا جانز (Barbara Johns)
په کال ۱۹۵۱ کې یوې ۱۶ کلنې انجلۍ د ورجینیا په فارم ویل کې په خپل ښوونځي کې د زده کړیالانو د غېرې معیاري امکاناتو له امله اعتصاب پېل کړ(په دې وخت کې د هر رنګ، نژاد او قوم لپاره جلا ښونځي وو چې ځینو ته سم امکانات یا د نورو په څېر برابر حق نه ورکول کېده د انجلۍ ښوونځی هم د توکم په بنسټ یو جلا شوی ښوونځی وو). د هغې فعالیت د دوه ملي ادارو پام ځانته واړوه او دواړو ادارو د هغې قضیه محکمې ته ورسوله تر څو محکمه د برابرۍ او ښو امکاناتو او سرچینو برابرولو پرېکړه وکړي. چې بلاخره محکمې د توکم په اساس جلا شوي ښوونځي د اساسي قانون څخه سرغړونه اعلان کړه او ټولو ته یې برابر امکانات
او برابري اعلان کړه.

پنځمه کم عمره – ماري شیلي (Mary Shelley)
ماري شیلي په ۱۸ کلنۍ کې د (Frankenstein) په نامه کتاب بشپړ کړ. انګرېزي مانا یې (The Modern Prometheus) ده او پښتو کې یې مانا عصري تیتان د پاپتوس زوی ده. کله چې ۲۱ کلنه شوه دا کتاب یې چاپ کړ. له دې پرته یې نور د رومان یا ناول کتابونه هم لیکلي خو دا کتاب یې کلاسیک او تر ټولو نامتو ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons