انټرنیټ چا اختراع کړ؟

د انټرنیټ تعریف: انټرنیټ د کمپیوټرونو نړیواله شبکه ده چې مالوماتو ته د لاسرسي او اړیکو اسانتیا رامنځته کوي او په دې شبکه کې خپل منځي شبکې شاملې دي چې د اړیکو معیاري پروتوکولونه کاروي.
هغه سیستم چې نن مونږ ورته د انټرنیټ او د انټرنیټ د اړیکو د پروتوکولونو په نامه رجوع کوو اختراع کوونکي یې ساینسپوه وېنټن سرف (Vinton Cerf) او باب کان (Bob kahn) دي.
د اوسني انټرنیټي بهیر څخه مخکې په کال ۱۹۶۹ کې د اوږد واټن ترمنځ کمپیوټري شبکه د څېړنو ټیمونو په (UCLA) او (Stanford) کې وازمویله. کله چې د یوه کمپیوټر کارونکي هڅه وکړه بل کمپیوټر ته داخل شي نو سیستم له منځه ولاړ. مګر هغه څېړونکي چې مشري یې لیونارډ کلینراک (Leonard Kleinrock) کوله په دې وتوانېدل چې خپله کې سره غوټه شبکه (node network) په بریالۍ توګه وازمویي. دا تجربه د (packet switching) تجربې په نامه هم یادیږي. . پیکیټ سوېچینګ د دوه کمپیوټرونو ترمنځ د مالوماتو د لېږد طریقه ده یا د مالوماتو د لېږد داسې طریقه ده په کومه چې پیغام په څو برخو وېشل کیږي او په مستقله توګه له مختلفو لارو بل کمپیوټر ته لېږل کیږي انځوریزه بېلګه یې له لاندې وګورئ چې هاسټ ۱ څرنګه پیغام هاسټ ۲ ته لېږي. په دې لېږد کې پېکېټ سوېچینګ په وړو پېکېټس وېشل کیږي او د مختلفو چینلونو له لارې دا مالومات لېږل کیږي او په خپل منزل کې سره بېرته د یو پیغام په توګه راغونډیږي. په اوس وخت کې هم د مالوماتو یا ډاټا د لېږد بنسټیزه لار پېکېټ سوېچینګ ده. کله چې تاسې یو چا ته ایمیل لېږی په برخو وېشل کیږي او له رسېدو وروسته په ترلاسه شوي کمپیوټر کې سره راغونډیږي.
 
سرف او کان دواړو د سوېچنېګ پېکېټ په کارونې په کال ۱۹۸۰ کې د مالوماتو د لېږد لپاره لارښونې وړاندیز کړې چې د ای پي او ټي سي پي (TCP/IP) په نامه یادیږي کوم چې د (Transmission Control Protocol / Internet Protocol) لنډیز ده. په دې کې (TCP) برخه دوه مسولیتونه په غاړه لري: کله چې مالومات لېږل کیږي نو مالومات بار کوي (packing) او چې کله ورسیږي دا بار بېرته راکوزوي(unpacking). او ای پي (IP) برخه یې د مالوماتو لار ته نقشه جوړوي تر څو د حرکت له ځایه تر منزله پورې ورسیږي. په ورته وخت کې د کلینراک (Kleinrock) تجربې دا ثابته کړه چې د دوه کمپیوټرونو تر منځ بې له دې چې یو بل سره وصل وي شبکه جوړول ممکن دي. بلاخره همدې سیستم ته د انټرنیټ نوم ورکړل شو.

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons