Silk Road – د ورېښمو لار

د ورېښمو لار ته په انګرېز کې (Silk Route) نوم هم اخلي. پخوانۍ د سوداګرۍ لار ده چې چین یې له لوېدیځ سره وصل کړی وو او له همدې لارې د دوه لویو تمدنونو چې یو چین وو بل روم نظرونه، فکرونه، اندونه تبادله کېدل، له چین څخه ورېښم لوېدیځ ته تلل او له لوېدیځ څخه وړۍ، سره زر او سپین زر ختیځ ته وړل کېدل. د ورېښمو له لارې هند نستوري، نسطوري یا نستوریایي عیسویت ( Nestorian Christianity)، بودایزم یا بودیزم چین ته انتقال کړی.
 
د ورېښمو لار له زېان یا سیان (Xi’an or Sian) څخه پېل کېده، ۴۰۰۰ مایله (۶۴۰۰ کیلو متره) لار، د چین لوی دیوار (Great Wall of China) یې شمال لوېدیځ لور ته تعقیب کوه، له ټکله مکان صحرا ( Takla Makan Desert) را تاوېدل او د افغانستان پامیر غره (Pamirs) ته ختل، له افغانستانه تېرېدل او لېوېنټ (Levant) ته تلل او له لېونټ څخه سوداګریز توکي د مدیترانې سمندر ټولو سیمو ته انتقالېدل.
 
په تدریجي توګه کله چې روم خپلې سیمې په اسیا کې له لاسه ورکړې او عربو په لېونټ سیمه کې ځواک پیدا کړ دا لار غېرې محفوظه شوه او سفرونه ورو ورو کم شول. خو په ۱۳ او ۱۴ پېړۍ کې منګولیانو دا سرک بیا ورغوه او په دې وخت کې د وانیس مارکوپولو (Venetian Marco Polo) چې د ایټالیا وو (وانیس د ایټالیا په شمال ختیځ کې یو ښار ده په انګرېزۍ کې د دې سیمې خلکو او توکو ته وېنېشن وایي) دا لار د سفر لپاره وکاروله تر څو د چین کاتې (cathay) سیمې ته ورسیږي. ګمان کیږي چې په ۱۴ پېړۍ کې د طاعون یا وبا (Black Death) ناروغي له اسیا څخه اروپا ته انتقال شوې وه.
 
د ورېښمو لار اوس هم شته چې یوه های وې ده او اوسنی پاکستان د چین زینجیانګ (Xinjiang) سیمې سره نښلوي. په کال ۱۹۹۹ کې (Yo-Yo Ma) کوښښ وکړ چې دا لار بیا ورغوي او په اوس وخت د ملګرو ملتونو (Economic and Social Commission for Asia and the Pacific – UNESCAP) ادارې د دې لارې د بیا رغونې وړاندیز کړی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons