Cow – غوا

غوا ګانې په عامه ژبه کې د جنسیت او عمر په نظر کې له نیولو پرته کورني شوي بوین (domestic bovine) کې د بوس توروس ډول (Bos taurus) ته وایي. خو په انګرېزۍ ژبه کې بیا (cow) د مختلفو تی لرونکو ښځې، د غویزو، د موز (moose)، فیل، سمندري زمري او نهنګ ښځې جنس ته وایي. غواګانې په ټوله نړۍ کې عام کورني شوي ژوي دي. په انګرېزۍ او پښتو کې دا ژوي په مختلفو عمرونو کې مختلف نومونه لري. خسکي ته (calf) وایي خو نرخسکي ته (bull calf) او ښځې خسکۍ ته (heifer calf) نوم اخلي. خسکۍ هغې غوا ته وایي چې تر اوسه لنګه شوې نه وي. کله چې غټ شي له ښځې څخه غوا (cow) او له نر څخه سخندر (bull) جوړیږي. ډېری نران یې خصي کیږي تر څو رام کړای شي او د خصي کېدو بنسټیزه موخه یې د غوښې لپاره خو په ځینې ملکونو کې د کار لپاره ساتنه ده. خصي شوي (castrated) ته (steer or bullock) وایي. او د غواګانو پادې ته (herd) نوم اخلي.

Cow female black white
Cow Photo by Keith Weller/USDA

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons