پیانو د لاس یا کوم توکي په ضربه او که د تار په ذریعه غږېدونکې اله ده ؟

پیانو په نړۍ کې تر ټولو زېاته پېژندل شوې اله ده خو که چېرې تاسې یې منځ وګوری ډېر ژر به په دې هم پوه شی چې د نړۍ تر ټولو پېچلې د موسیقۍ اله هم ده. ممکن دا مو هم ذهن کې راشي چې پیانو د لاس یا کوم توکي په ضربه او که د تار په ذریعه غږېدونکې اله ده ؟
د پیانو په داخل کې تارونه او یو ډول سټکونه یا چکشونه چې په ورته توګه په لمڅۍ یا څرمن پوښل شوي موجود دي او د موسیقۍ دالاتو د کټګورۍ په هارن باسټل سک سیستم (Hornbostel-Sachs system) کې پیانو لکه لایر او د هارپ رباب (lyre and harp) په څېر یو ډول کورډوفون (chordophone) ګڼل کیږي.
هارن باسټل سک سیستم د موسیقۍ د الاتو د طبقه بندۍ سیستم ده چې ایریک مورټیز وان هارن بوسټل او کارټ سک (Erich Moritz von Hornbostel and Curt Sachs) طرح کړی او لمړی ځل په کال ۱۹۱۴ کې, په (Zeitschrift für Ethnologie) نشر شوی. کورډوفون تار لرونکې غږ تولیدونکې الې ته وایي.
 
تارونه یې چې کله ولړزیږي نو اواز تولیدوي. په پیانو کې دتارونو دغه لړزه هغه وخت اواز تولیدوي چې کله یې سټکونه ووهي. په عصري وخت کې پیانو دواړه په ضربه او د تار په ذریعه غږېدونکې اله ده.
 
د پیانو تارونه د دواړو اړخونو پای کې نري شوي او ۸۸ تڼۍ یې له چکش یا سټکونو سره وصل دي. کله چې یوه تڼۍ ووهل شي له تڼۍ سره نښتی سټک په خوځښت راولي. که چېرې یو تڼۍ ووهل شي او چکش یې داسې تار په لړزه راولي چې اوږد او ډبل وي نو د غږ لوړوالی یې کم وي او که تار یا سیم لنډ او نری وي نو غږ هم لوړ وي. کله چې سټک تار ولړزوي خپل ځای ته بېرته راځي او د تڼۍ بیا وهلو ته انتظار کوي.
Grand piano and upright piano
Grand piano and upright piano By User: Gryffindor and User: Megodenas

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons