Albert Francis Blakeslee – البرټ فرانسیس بلېکس لي

د نومبر په ۹ نېټه، کال ۱۸۷۴، دمتحده ایالتونو د نیو یارک په جېنېسیو کې زېږېدلی او د نومبر په ۱۶ نېټه، کال ۱۹۵۴، په نارت امپټون کې مړ شوی. د امریکا بوټپوه (botanist) او نسل پېژندونکی یا جنیتیک پوه (geneticist) وو د بوټو په څېړنو کې نړیوال شهرت لري.
 
په کال ۱۸۹۶ کې بلېکس لي ته د (Wesleyan University, Middletown, Conn) پوهنتون لخوا لسانس (B.A) اهدا شو له لسانس تر لاسه کولو وروسته په یو مکتب کې د ساینس او ریاضي استاد شو له درې کاله درس ورکولو وروسته یې په کال ۱۸۹۹ کې د هارډ ورډ پوهنتون کې داخله وکړه او له همدې پوهنتون څخه یې په کال ۱۹۰۴ کې دوکتورا تر لاسه کړه. او د دوکتورا مقاله یې چې د میوکرینیای د مثل جنسي تولید (Sexual Reproduction in the Mucorineae) په اړه وه په هماغه کال خپره شوه ( د فنګسونو د جنسي تمایلاتو په اړه وه).
 
په کال ۱۹۱۴ کې یې په (Connecticut Agricultural College at Storrs) کالج کې د بوټپوهنې د پروفیسر په توګه دنده پېل کړه چېرې یې چې په نورو بوټو باندې تجربوي کارونه پېل کړل. په کال ۱۹۱۵ کې یې د کولډ سپرینګ هاربر په (Carnegie Institution experimental laboratories at Cold Spring Harbor, Long Island, N.Y) کې د بوټو د جنیتیک په اړه څېړنې پېل کړې؛ په کال ۱۹۳۶ کې په یاده اداره کې اداري ریس شو او په کال ۱۹۴۱ کې تقاوت شو او له خپل تقاوت وروسته یې بیا په همدې رشته کې چارو ته دوام ورکړ.
Sophia A. Satina (1879-1975) and Albert Francis Blakeslee (1874-1954), shown with samples of mold (3322781086)
Sophia A. Satina (1879-1975) and Albert Francis Blakeslee (1874-1954), shown with samples of mold (3322781086) By Smithsonian Institution from United States

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons