Ariano Suassuna – اریانو سواسونا

د جون په ۱۶ نېټه، کال ۱۹۲۷، په برازیل کې زېږېدلی او د جولای په ۲۳ نېټه، کال ۲۰۱۴، په برازیل کې مړ شوی. د برازیل ډرامه او افسانه لیکونکی وو. په موي مېنتو ارموریل (Movimento Armorial) ګروپ کې لمړی محرک ګڼل کیږي – (موي مېنتو ارموریل په شمال ختیځ برازیل کې د روښان فکرانو فولکوریک ګروپ وو کوم چې د لوسیو برازیلي سیمې د کلتور تاریخي ریښو ښودنې ته ځان وقف کړی وو).
اریانو د ښکلا پېژندنې او د تیاتر د نظریاتو یا تیورۍ پروفیسر وو. د تیوریکي یا نظریاتي ګروپونو په اداره او د لیکل شوومتنونو په اداکارۍ کې بوخت وو. د پېرنامبوکا ښار فډرال پوهنتون کې د (Student Theatre) موسس وو. او له تاسیس وروسته د همدې څانګې اداري ریس وګمارل شو.
Ariano Suassuna
Ariano Suassuna Photo by Wilson Dias/ABr

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons