Alexander Gottlieb Baumgarten – الکسندر ګاټلیب بامګارټن

د جولای په ۱۷ نېټه، کال ۱۷۱۴، د جرمني په برلین کې زېږېدلی او د مې په ۲۶ نېټه، کال ۱۷۶۲، په فرانکفورټ کې مړ شوی. د جرمني فیلسوف وو چا چې په لمړي ځل د ښکلا پېژندنې (aesthetics) کلیمه اختراع او ابداع کړه.
 
په هالې ښار (Halle) کې چې کله شاګرد وو دې وخت کې د زده کړو پر مهال د لیبنېز او کرېسشن والف (G.W. Leibniz and Christian Wolff) له چارو ډېر متاثره وو څوک چې استادان او سیستماتیک فلسفیان وو. د بامګارټن تر ټولو زېاته د پام وړ چاره په لاتیني ژبه لیکل شوی ( Aesthetica, 2 vol) ده. . د بامګارټن څخه مخکې نورو هم د ښکلا پېژندنې ستونزو ته کتنه کړې وه خو هغه همدا د نورو کتنه د هنر او ښکلا په توګه پرمختللې کړه. ایمنول کانټ (Immanuel Kant) چا چې د بامګارټن میتا فزیکا (Metaphysica) د یو متن په توګه د خپلو خبرو لپاره کاروه هغه هم د بامګارټن کلیمه (دښکلا پېژندنه) قرض کړې خو د بشپړ حسي تجربې لپاره یې کارولې.
 
د بامګارټن په نظریه کې چې ځانګړنه یې د احساس پر اړتیا تاکید وو ډېر پام د خلاقیت عمل ته شوی. د هغه لپاره اړینه وه چې دې سنتي ادعا ته (هنر د طبعیت تقلید کوي) تغیر ورکړي او وېل به یې چې هنرمندان یا فنکاران په ډېر پام سره باید له طبعیت څخه درک شوي حقیقت سره خپل احساس ګډ کړي تر څو طبعیت ته تغیر ورکړي او په دې ډول د نړۍ د خلاقیت بهیر د هغوی په چارو کې را څرګندېدای شي.
 
په کال ۱۷۴۰ کې یې (Ethica Philosophica) کتاب ولیکه په انګرېز کې یې مانا (Philosophic Ethic) ده او په پښتو یې مانا فلسفي اخلاق دي؛ په کال ۱۷۶۱ کې یې (Acroasis Logica) کتاب ولیکه پپه انګرېز کې یې مانا (Discourse on Logic) ده او په پښتو کې یې مانا په منطق کې خبرې دي؛ په کال ۱۷۶۳ کې یې (Jus Naturae) کتاب ولیکه انګرېزۍ کې یې مانا (Natural Law) ده او په پښتو یې مانا طبعي قانون ده؛ په کال ۱۷۷۰ کې یې (Philosophia Generalis) کتاب ولیکه په انګرېزۍ کې مانا (General Philosophy) ده او په پښتو یې مانا عمومي فلسفه ده؛ په کال ۱۷۷۳ کې یې (Praelectiones Theologicae) کتاب ولیکه په انګرېزۍ کې یې نوم (Lectures on Theology) ده، په پښتو یې مانا په الهیاتو خبرې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons