Alfred Day Hershey – الفرډ ډې هرشي

د نوم لنډیز یې (A.D. Hershey) ده، د ډسمبر په ۴، نېټه، کال ۱۹۰۸، د متحده ایالتونو د میشاګان په اووسو کې زېږېدلی اود مې په ۲۲ نېټه، کال ۱۹۹۷، د نیویارک ښار په سایوسیټ کې مړشوی. د امریکا ژونپوه (biologist) وو چې د مکس دېلبرک (Max Delbrück) او سالوادور لوریا (Salvador Luria) سره یې په ګډه په کال ۱۹۶۹ کې د نوبل جایزه ګټلې. هغه په باکتریوفېجېس (bacteriophages) باندې څېړنې وکړې (هغه ویروس چې باکتریا عفوني کوي او یا په بله مانا هغه ویروس چې د باکتریا پرازیت ده او د باکتریا له عفوني کولو وروسته په باکتریا کې د مثل تولید کوي). د همدې څېړنو له امله د نوبل جایزې ګټونکی شو.
 
د میشاګان سټیټ کالج (Michigan State College) اوسمهال د میشاګان سټیټ پوهنتون (Michigan State University) څخه یې په کال ۱۹۳۴ کې د کیمیا په رشته کې دوکتورا ترلاسه کړه. له دوکتورا وروسته یې په (Washington University School of Medicine in St. Louis, Mo) کې دنده پېل کړه. کله یې چې په یاد پوهنتون کې د پروفیسر په توګه دنده پرېښوده نو په کال ۱۹۵۰ کې یې د (Genetics Research Unit of the Carnegie Institution of Washington) کې کار پېل کړ. او په کال ۱۹۶۳ کې د همدې ادارې اداره کوونکی ریس وټاکل شو.
 
په دې اداره کې یې له لوریا او دېلبرک سره د فاج د دڅېړنو (phage) د مالوماتو تبادله کول پېل کړل. هرشي او لوریا ناڅاپه په مېزبان او باکتریو فېجېس دواړو کې تغیر (mutation) ومونده. په بل کال هرشي او دېلبرک په خپل ګډ کار وموندل چې په فاج کې دوباره جنیتیکي ترکیب ترسره کیږي. د بېلګې په توګه مخلتف فاجونه چې په یوه باکتریایي حجره کې ژوند کوي جنتیکي مادې خپله کې سره تبادله کوي او یا یې د جنیتیکي مادو تر منځ ترکیب رامنځته کیږي.
 
Alfred Hershey
Alfred Hershey Source

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons