Aesthetics – ښکلا پېژندنه – ښکلا پوهنه

په انګرېزۍ کې (esthetics) هم لیکل کیږي، د فلسفې یوه برخه ده کومه چې د ښکلا د خلاقیت او قدر دانۍ له لارې د هنر، ښکلا او خوند طبعیت کشف کوي.
ښکلا پېژندنه یا ښکلا پوهنه د ذهني او حساسو عاطفي ارزښتونو ته وایي. ځینې وخت د عاطفې، احساس او خوند په اړه قضاوت ته وېل کیږي. د فنکار یا هنرمند د فني یا هنري چارو د خلاقیت، د فکر او عملا د ترسره کولو مطالعې ته وایي. همداسې په هنر نیوکې ته یا له هنر څخه د خلکو خوند اخیستنې ته کتنه کوي. دا مطالعه کوي چې کله خلک یو انځور شوي انځور ته ګوري، موسیقي اوري، شعرونه لولي نو څه احساس کوي، د هنر په اړه د خلکو احساس مطالعه کوي. په هنر کې هغه څه ته کتنه کوي چې د یوې ډلې خوښیږي او د بلې ډلې نه خوښیږي او دا یې څرنګه د ژوند لپاره په باور او د چلند په ډول اغیز کوي.
 
ځینې پوهانو ښکلا پېژندنه یا ښکلا پوهنه هنر، طبعیت او کلتور ته د وګړو جدي غبرګون په توګه تعریف کړې. په عصري انګرېزۍ کې ښکلا پېژندنه د بنسټونو یا اصولو د یوې ټولګې په توګه تعریف کړې کومه ټولګه چې د یو هنري خوځښت، هنري چارو یا نظریاتو اساسي اصول وي.
د انګرېزۍ بل پوهنغونډ ښکلا پېژندنه داسې تعریف کړې: ښکلا پېژندنه د فلسفې له مخې د ښکلا او خوند مطالعې ته وایي، د هنر له فلسفې سره نږدې تړاو لري او د هنر طبعیت ګڼل کیږي د کوم له مخې چې د یو فنکار یا هنر مند د چارې تفسیر او ارزول کیږي. مګر ټولو ته منل شوی تعریف یې اسانه چاره نده ځکه چې په عصري ښکلا پېژندنه کې هر کس خپلځاني تعریف لري.
 
د (aesthetic) لفظ د یونانۍ ژبې له (αἰσθητικός) څخه اخیستل شوی یونانی تلفظ یې (aisthetikos) ده او مانا یې ښکلا، حساس او درک کوونکی یا ذهني ده. د دې کلیمې نوې مانا د جرمني فیلسوف الکسندر بومګارتین (Alexander Baumgarten) په کال ۱۷۳۵ کې په خپله رساله (Meditationes philosophicae de nonnullis ad poema pertinentibus) کې لیکلې. هغه غوښتل چې د دې کلیمې په کارولو سره په دې تاکید وکړي چې د ښکلا هنر پوهېدنه ده او کوم ترتیب شوی فکري ډیسپلین نده.
 
د هنر له فلسفې څخه د ښکلا پېژندنه ډېر پراخه ده. د ښکلا پېژندنې سر او کار یوازې د هنر له طبعیت او ارزښت سره نده بلکې د طبیعي توکو لپاره د هغه څه ځواب هم وایي کوم چې په ژبه کې د ښکلي او بدرنګه اصطلاح ګانې پیدا کوي.
 
د ځینو لپاره ښکلا پېژندنه د هنر مترادفه کلیمه ده خو ځینې بیا باور لري چې د دواړو نږدې رشتو تر منځ د پام وړ توپیر موجود ده. په عمل کې د ښکلا پېژندنې قضاوت د یو څه په اړه حسي تفکر او قدردانۍ ته رجوع کوي او ضروري نده چې د دې حسي تفکر قضاوت د یوې هنري چارې یا یو هنري توکي په اړه وي. خو هنري قضاوت د یوې هنري چارې یا یو هنري توکي پېژندنې، قدردانۍ او نیوکې ته رجوع کوي. دښکلا پېژندنې فلسفې یوازې د هنر په اړه قضاوت نده کړی بلکې هنر یې هم تعریف کړی چې هنر څه ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons