Adolf von Hildebrand – اډولف وان هېلډېبرنډ

د اکتوبر په ۶ نېټه، کال ۱۸۴۷، د جرمني په ماربرګ کې ېږېدلی او د جنوري په ۱۸ نېټه، کال ۱۹۲۱، د جرمني په مونیش ښار کې مړ شوی. د جرمني هنرمند یا فنکار او د ۱۹ پېړۍ لمړۍ انځورګر وو چا چې په رنګ د انځور شو مجسمو د ښکلا په استقلال اصرار یا ټینګار وکړ. همدا اصول یې په (Das Problem der Form in der bildenden Kunst) کې په کال ۱۸۹۳ کې خپاره کړل، کوم چې دعصري مجسمو د انځور کولو د نظریې له بنسټ سره مرسته وکړه.
د ۱۸۷۲–۹۷ کلونو تر منځ کله چې په ایټالیا کې وو د نظریاتو د پوهنې متخصص کونراډ فیډلر (Konrad Fiedler) او هنس وان ماریې (Hans von Marées) سره ملګری شو او د دې دوه ملګرو نظر د اډولف وان هېلډېبرنډ د مجسمو د ښکلا لپاره بنسټ شو.
 
پلار یې برونو هېلډېبرنډ (Bruno Hildebrand) د اقتصاد پروفیسر وو. او خپله یې د خلاقیت د هنر په (Academy of Fine Arts Nuremberg) مکتب کې زده کړې وکړې. له ۱۸۷۳ کال څخه یې د سان فرانچسکو په فلورنس کې ژوند کوه او په کال ۱۸۷۷ کې یې له ایرنه شوافلن ( Irene Schäuffelen) سره واده وکړ.
Marées Adolf von Hildebrand
Portrait of the sculptor Adolf von Hildebrand. Artist Hans von Marées (1837–1887) collection : Von der Heydt Museum 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons