Hermit crab – منزوي کوني کبر

د پاګوریدای کورنۍ (family Paguridae) کوینو بیتیدای کورنۍ (family Coenobitidae) ټول غړي دي کوم چې په دیکا پوډا ډله (order Decapoda) او کروستاسیا کلاس (class Crustacea) کې ډلبندي شوي. د خپل بدن د ساتنې لپاره د حلزون صدف کاروي او لامل یې داده چې بدن یې کاراپاس یا سخته ساتونکې کاسه (carapace) نلري. پرته له صدف څخه د نورو ښکار کوونکو ژو پر وړاندې ډېر زېان مننونکي دي.
 
د ټولې نړۍ په شګه او خټې لرونکو سمندر غاړو کې پیدا کیږي. کم وخت پر ځمکه او او ونو کې هم تېروي. بدن یې دوه جوړه انتنونه (antennae)، پنځه جوړه پښې لري، د پښو له لمړۍ جوړې څخه یې پنسونه یا کیلای (chelae) جوړیږي. د خپلو پښو په دوېمې او درېمې جوړې قدم وهي، په څلورمه او پنځمه جوړه پښو باندې د حلزون صدف نیسي.
 
ښځینه یې په خېټه کې ضمیمې لري د کومو په ذریعه چې خپلې هګۍ له ځان سره نیولې ګرځوي. واړه بچیان یې لاروال دوره په اوبو کې تېروي، او د شکل له تغیر کولو (metamorphose) وروسته د واړه کوني کبر شکل ته بدلیږي. کله چې د شکل تغیر وکړي نو د ځان ساتنې لپاره د حلزون صدف لټوي. بدن یې چې کله وده وکړي زوړ صدف غورزوي او د خپل بدن له کچې سره برابر صدف لټوي. د منزوي چنګاښ ځینې ډولونه د ونو د ساقې په تونلونو کې ژوند کوي.
Hermit crab fighting for a new shell
A hermit crab in unusual shell fighting other hermit crab for a new home. Photo By Brocken Inaglory

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons