Gribble – ګریببل

سمندري چنګاښ ده چې په لرګیو کې سوریان کوي، شل ډولونه لري کوم چې د لیمنوریا نسل (genus Limnoria) جوړوي او د ایزوپوډا په ډله کې ډلبندي شوي. په اوبو کې پر ډوب شوي لرګي، الګي او یا د اوبو په سر روانو لرګیو خپل ځان تغذیه کوي.
لیمنوریا لیګنورم ډول (Limnoria lignorum) چې د شمالي نیمې کرې په ټول سمندر کې پیدا کیږي تر ۵ ملي متره (۰.۲ انچه) پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې خړ او په ۱۴ برخو وېشل شوی ده. په لرګي کې تر ۱۲ ملي متره پورې غار باسي. لیمنوریا تریپنکتاتا (Limnoria tripunctata) په اتلانتیک سمندر کې له انګلستان څخه تر وینزیویلا پورې ژوند کوي او په ارام سمندر کې له کلیفورنیا تر مکسیکو پورې پیدا کیږي. لیمنوریا پي فېفېري (Limnoria pfefferi) ډول د هند په سمندرګي او ارام سمندر کې شته دي، لیمنوریا ساسېبوینسیس ډول (Limnoria saseboensis) د جاپان او سوېلې امریکا په سمندر غاړو کې دي.
Limnoria 4 punctata
Limnoria quadripunctata, mâle et femelle, vue ventrale. By Auguste Le Roux

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons