Fish louse – د کب سپږه

په انګرېزۍ کې ورته (carp louse) نوم هم اخلي، جمع یې (fish lice or carp lice) ده، د برانکیورا فرعي کلاس (subclass Branchiura) غړي دي، د هغو سمندري او تازه اوبو د کبانو پرازیت دي چې کډوال کیږي. د دې سپږو تر اوسه ۱۲۰ ډوله مطالعه شوي چې ډیری یې د ارګولوس نسل (genus Argulus) سره تړاو لري. هګۍ ته ورته یا بیضوي شکل لري او کاراپاس یا د ملا کاسه (carapace) یې پراخه ده. سترګې یې ترکیبي دي، د زبېښلو غړي یې غټ دي، څلور جوړه لامبو وهونکې پښې لري.په برخو نا وېشل شوې نرۍ خېټه لري. د بدن اوږدوالی یې له ۱۰ تر ۳۰ ملي متره ( ۱.۲ تر۰.۴ انچه) پورې رسیږي. لکه د نورو پرازیتونو په څېر خپلې هګۍ په بدن پسې نښتې نه ګرځوي بلکې یو ځای کې یې اچوي.
Argulus
Argulus sp. parasitising stickleback By Michal Grabowski

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons