Crustacean louse – کلک پوسته سپږې

په انګرېزۍ کې یې جمع (Crustacean Lice) ده، مختلف ډوله په اوبو کې ژوند کونکي بې شمزي (غېرې فقاریه) دي چې په فرعي فایلم کروستاسیا (subphylum Crustacea) او فایلم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي او د کب پرازیت ګڼل کیږي. په کلک پوسته سپږو کې د کب سپږې چې د برانکیور فرعي کلاس (subclass Branchiura) ده، کوپېپوډ د کب پرازیت چې د کوپېپوډا فرعي کلاس (subclass Copepoda) ده، ایزوپوډ او امفایپوډ د کب پرازیت چې د مالاکوستراکا کلاس (class Malacostraca) ده شاملې دي. کلک پوستې سپږې ممکن د کب خولې کې ځان پټ کړي او یا هم د برانشونو د پوښونکي هډونکي لاندې پټې شي، ځینې یې د کب په پوستکي پسې ځان نښلوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons