د ټولو بدیو ریښه مینه ده

 څرنګه خپله ازادي ترلاسه کړو ؟  ازادي خو له چا ازادي ترلاسه کول ؟
ازادي له رواني بې نظمۍ، ازادي له هغه احساس څخه چې د بل فرامانبرداره کولو ته لار هواروي، د بل څخه له احساساتي وېرې ازادي، له هر ډول اعتیاد یا عمل څخه ازادي، له هر ډول خنډ څخه ازادي کوم چې زمونږ د کړنو مخنیوی کوي.

د خوښۍ او اروایي روغتیا کنجیانې یا کیلي د خپل ځان هغه ډول منل دي لکه څرنګه چې یو. زمونږ ستونزې چې نن یې لرو له کومه راغلي؟ د ستونزو سرچینه مو ممکن مونږ کوښښ کړی وي چې خپل ځان او کړنو کې ښه والی راولو، تېر وخت کې خپلې ناسمې کړنې جبران یا هم جعل کړو او په اوس وخت کې له خپل منفي فکر سره لاس ګرېوان شو کوم چې زمونږ او چاپېریال کې د نورو د سټرس او ډېپرېشن لامل ګرځي.

پورته یادې خبرې ممکن د غېرې مسلکي یا بې تجربه خلکو په نظر ښکلې خبرې وي خو ارواه پوهان وایي :

۱ – تېر وخت تېر دی او په تېر وخت کې د هېڅ بدلولو امکان نشته او له همدې امله په تېر وخت کې د بدلون هڅه ممکن ډېره بې مانا وي نو تېر وخت باید ومنو او د ګناه احساس پرې ونکړو کنه اوس وخت به مو له لاسه پرې ورکړی وي.

۲ – په ورته وخت کې زمونږ کړنې نورو ته زیان اړولی شي خو زمونږ احساس اندخویونه یا فکرونه نورو ته زیان نشي اړولی او له همدې امله باید خپل فکر او احساس ازاد پرېدو چې چېرته تګ غواړي هلته ولاړ شي خو ځینې وخت احساس او فکر زمونږ د کړنو سرچینه وي نو کوم خلک چې خپل ځان، خپل احساس او فکر په بشپړ توګه هغه ډول ومني څرنګه چې دي نو د خپل احساس او فکر په رڼا کې د خپلو کړنو خوښه لرلای شي په دې مانا چې خپلې کړنې یې ارادي او د خپلې خوښې وي او په خپل سر کړنې نه ترې ترسره کیږي.

په خپل ځان نیوکه هېڅکله تر اوسه له چا بهتر انسان نه دی جوړ کړی. هغه خلک کوم چې د خپل ضمیر د فشار له امله یوه سمه کړنه کوي او یا هم یوه سمه کړنه د دې لپاره کوي تر څو بل ورته ښه ووایي نو په دې کې شامله غوسه په یوې بلې طریقې باسي. په دې مانا چې ته هغه څه وکړې کوم چې ته نه یې تر څو خپل ضمیر خوښ کړې او یا هم د بل تصدیق تر لاسه کړې نو د غوسې لامل ګرځي چې دغه غسه تاسې یو بل ځای کې باسی کومه چې د وراني لامل ګرځي. که مونږ غواړو چې له نورو سره مینه ولرو نو د نورو سره د مینې لرلو لپاره لمړی باید له ځان سره مینه ولرو. له ځان سره مینه لرل څه ته وایي؟ له ځان سره مینه لرل په همدې اوس وخت کې چې څه یو د هغې منلو ته وایي.

ممکن پورته یادې خبرې مو نیکمرغه او له ځان راضي کړي مګر له خوښۍ او راضي کېدو پرته د روغتیا د سمې ودې لپاره یوه طبیعي کړنه هم ده. په ورته وخت کې مو له هغه څه لرې ساتلای شي کوم چې مونږ نشو بدلولای او د بدلون لپاره یې بې مانا جګړه کوو. هغه پوځ چې خپل منځ کې په جګړه بوخت وي نور خلک په ډېره اسانۍ پرې حاکم کېدلای شي همداسې هغه وګړی چې له ځان سره په جګړه بوخت وي او ځان د نورو لپاره هغه ډول کول غواړي چې د ده حقیقت نه وي نور یې په خوښو ډېر ژر حاکم کېدلای شي. مونږ باید خپله ازادي تر لاسه کړو او د پورته یادو شو لخوا مو ازادي د پښو لاندې نشي؟ د ازادۍ تر لاسه کولو لپاره باید خپلې طبیعي جلا شوې برخې پرېږدو چې سره یو شي او د طبیعي برخو پر ځای د نورو خوښې پکې نصب نکړو کنه د نصب کېدو قالبونه به مو مات شي.

ممکن مونږ داسې احساس وکړو چې زمونږ داخل کې یو جګړه روانه ده. د ښه او بد ترمنځ جګړه. مونږ غواړو چې هغه څه وکړو چې زمونږ په اند ښه دي او له بدو ډډه وکړو.

خو ښه او بد څه ته وایي؟

ښه هغه څه دي کوم چې د یوکس یا وګړي او یا یوې ټولنې په روغتیا کې مرسته کوي. بد څه ته وایي؟ مونږ کولای شو ووایو چې بد هر هغه څه ته وېل کیږي چې د ټولنې او یا یو وګړي روغتیا ته زیان اړوي. مګر د دې لپاره بده کلیمه کارول یو ډول افراط دی مونږ کولای شو دې ته خود خواهي ووایو. ډېر خلک خپلو وړو کړنو ته پام نه کوي لکه د شریکولو په پرتله ډېر زیات خوراک کول، د انرژي لکه برېښنا اوبه او داسې نورو په ضایع کولو کې اصراف کول، لکه د یو بې وسه د زده کړو په فیس کې د مرستې پر ځای تر ټولو ښې جامې اغوستل او داسې نور کوم چې د ټولنې په وګړو او په ټولنې خپل بد اغیز لري. نو که دا خودخواهي یا ځانځانیتوب شو نو بد څه ته وایي؟ بد هغې کړنې ته وایي چې د بل د کړاو او درد لامل وګرځي او یا هم بل ته لوی زیان اړوي. لکه د چا ژوند اخیستل، د چا ملکیت غصبول یا هم ترې اخیستل، هغوي له انسانیته او یا انساني ټولنې وېستل دا ټول روښانه او مالوم بد دي خو دا هم بد دي چې د بل چلند او کړنې په وېره کنټرول کړو کوم چې یوې ناروغې ټولنې جوړولو کې مرسته کوي لکه یو خت چې هسپانویانو په اور سوزول کول او همداسې لکه ټالیبان چې صحرایي غېرې انساني جزاګانې ټاکي او د خلکو چلند او کړنې په ویره باندې کنټرول کوي.
لکه امریکایانو چې په ویتنام، اروپا، افغانستان، عراق، لیبیا، سوریه بمونه غورزولي او په ویره یې د خلکو چلند کنټرول کړی، لکه روسانو چې افغانستان کې په ټول وژنې د خلکو فکر او کړنې کنټرول کول غوښتل … لکه اروپایانو چې افریقا او اسیا کې خلک د خپل فکر تابع کولو لپاره په زنځیر تر مرګه پورې تړل … او همداسې د ټول انساني تاریخ په اوږدو کې له مذهب، تمدن نیول اوس وخت کې د بشر د حق په نوم هر جرم کول او د بل پرې کنټرول کول.

مګر ځینې وخت مونږ خپله خوښه په هغو کسانو تحمیل کوو چې وېجاړونکې او بل ته زیان اړونکې کړنې او چلند لري تر څو د دوي د کړنو او چلند مخه ونیسو تر څو ټولنې یا یو وګړي ته زیان وانړوي. خو دا ډول کړنې هم ټولنه کې له پخوانۍ کچې زیاد فساد ته لار هواروي او یوازې حل لار یې داده چې د ټولنې سمه روزنه له ښوونځي پېل شي او لوی شوي ناروغ کسان د وړیا درملنې فرصت ولري.

له بل سره دښمني کول د خپل ځان یو طبیعي برخه نه منل دي د بېلګې په توګه هغه انسانان چې ښکار کوي او یا هم د سپورت لپاره ژوي نیسي او یا له ژو سره ظلم کوي دوي په خپل ذهن کې له دې انکار کړی چې دوي حیوانات دي او له ورته حالت سره نشي مخ کېدلای مګر حقیقت دادی چې انسان هم یو حیوان دی او له نورو حیواناتو عقل جلا کړی. که چېرې تبت کې د چینایانو، په پښتونخوا کې د پنجابیانو، په افغانستان کې د امریکایانو او مختلفو نورو ډلو، افریقا کې د فرانسویانو او بلجمیانو، په ایران کې د سني ضد او سعودي کې شیعه ضد، ترکیه کې د کردانو ضد او برما کې د لږکیو مسلمانانو ضد کړنو ته پام وکړو نو انسان یو حیوان دی چې بل یې د خپلو ګټو لپاره کړوي او یا وژني.

کله چې انسان خپله یوه طبیعي برخه هېره کړي نو نورو سره د دښمني او یا زیاتي کولو چلند اختیار کوي. کوم لویان چې له کوچنیانو سره ظلم کوي او یا هم بده لهجه کاروي دې خلکو په خپل داخل کې ماشومتوب لغوه کړی یا رد کړی وي او خپله یوه طبیعي برخه یې هېره کړې وي او یا یې ماشومتوب په ځان کې وژلی وي او یا نورو لویانو د ماشومتوب له ژوند څخه بې برخې کړی وي او له همدې امله د ماشوم له کړنو سره له مخامخ کېدو وروسته بد چلند ښي او خپل ځان پرې د بد چلند له لارې، د غسې او یا فزیکي وهلو له لارې تحمیل کوي او یا هم جنسي اړتیا ترې پوره کوي. کوم خلک چې خپلې طبیعي برخې په بشپړ توګه وپېژني او له پېژندلو وروسته یې ومني نو له نورو سره دښمن چلند نلري. ممکن دا ډول خلک د نورو له بد او دښمن چلند سره مخ شي او دې ډول چلند ته یې عکس العمل یوازې مخالفت وي خو له دوي سره هېڅکله دښمني پالل نه کوي. زمونږ افغانۍ ټولنه کې ورته بې غیرته وایي خو اصل کې بې غېرته نه وي بلکې ذهني روغتیا لري یا هم ذهني ناروغ نه وي.

یوه بله بېلګه په ټولنه کې د یو قاتل لپاره ټول خلک د اعدام جزا غواړي ځکه دا خلک فکر کوي چې دوي هم د قرباني په څېر زیان لیدلای شي مګر د دې قاتل کورنۍ بیا د قاتل ژغورنې هڅه کوي په دې جمله کې قاتل د یو ژوند دښمن وو، پارېدلي خلک د قاتل د ژوند دښمنان او کورنۍ د مقتول د حق دښمنه ده. که چېرې دلته انسان سالم فکر ولري نو ممکن د قاتل لپاره اوږد مهاله زندان غوره کړي او په زندان کې د قاتل په چلند کې د بدلون چاره او فکر درملنه وکړي تر څو هېڅ ډله زیان ونه ویني.

دلته که اوس فکر وکړو چې بد فکر او کړنې زمونږ د وېشل شو برخو ترمنځ دي او له زېږون سره مو نړۍ ته نه دي راوړي بلکې د برخو ترمنځ یو واټن موجود وو چې تجربې، زده کړو، ملګرو، د مور او پلار تربیې، خودخواهي یا ځانځانیتوب دا واټن ناسم ډک کړی.

په ټولو مذهبونو کې خودخواهي ته ګناه وېل کیږي او ګناه ته د هر ډول شرم سرچینه وېل کیږي خو برعکس عصري فکر کوونکي خودخواهي د ټولو ژوندیو طبیعي فطرت ګڼي خو ارواه پوهان د انساني پیښو لپاره دواړه تعریفونه ناسم ګڼي. مونږ انسانان له نورو ژو یا حیواناتو سره توپیر لرو، مونږ د دې وړتیا لرو چې له یو بل سره، له نړۍ او خپل چاپېریال سره اړیکه جوړه کړو او دا اړیکه په خپل فکر او هوښیارۍ جوړو او همدا چاره زمونږ په ژوند کې احساساتي لومړیتوبونه رامنځته کوي له کومو چې نور ژوي بې برخې دي. دلته که اوس پایلې ته وګورو هر حیوان له بل حیوان سره جنسي نزدیکت کوي او بچیان زېږوي مګر انسان له بل سره په خپله خوښه کورنۍ جوړوي او بچیان زېږوي او یا هم له زېږولو ډډه کوي په دې مانا چې مونږ په هره کړنه کې خپله خوښه لرو. نو دلته که جنتیک ته پام وکړو په جنتیکي مطالعه کې خود خواهي کومه جنتیکي انتقالېدونکې ناروغي نه ده نو که نه ده بیا څه ده ؟ ډېره اسانه ده چې ووایو د هغه سیستم اعراض او علایم دي چې سخت ناروغ دی لکه د افغانستان د ټولنې او حکومت سیستم چې جګړو، غربت او بیسوادۍ ناروغ کړی.

د دې ډول ناروغه سیستم پاېله درد وي چې د انسان ذهن له کړاو سره مخ کوي. فکر وکړئ ګوته مو په سټک ووهئ او بیا خپل فکر له درد څخه بل لور ته واړوی امکان لري؟ همداسې که انساني غړي او بدن ناروغ سیستم کې ژوند کوي نو امکان نه لري چې پرته له درد او کړاو څخه په خپلو طبیعي برخو تمرکز وکړي. هر هغه وګړی او یا ټولنه چې له سټرس او ډېپرېشن سره مخ وي د بل انسان یا ټولنې احساس، اړتیا، حالت او ژوند ته پام نشي کولای او همدا یو لامل ده چې له سټرس خلکو خلک په ډېره چټکۍ فاصله اخلي او که نږدې ورسره پاتې شي ډېر ژر سټرس کیږي او د ژوند له نورمال لارې انحراف کوي.

کله چې انسان خوښ او روغ وي نو هرو مرو د بل خوښۍ، ژوند او احترام هم نظر کې نیسي خو دا ټول په دې مانا نه دي چې باید انسان دې ځانځانیتوب وکړي او یا دې بې ځانیتوب وکړي بې ځانیتوب په ادبیاتو کې نشته ځکه چې که مونږ ځان نلرلای نو مونږ به موجود نه وای دلته ما د دې لپاره کارولې تر څو ووایم چې ځانځانیتوب یا خودخواهي او یا د بل لپاره ځان هېرول حلاره نده. حلار داده لکه څرنګه مو چې نورو سره مرسته کول زده کړي همداسې باید زده کړو چې د ستونزې پر وخت له ځان سره څرنګه مرسته وکړو؟ له ځان سره مرسته کول د خپلو طبیعي برخو مطالعې او منلو ته اړتیا لري، په برخه کې د هېرې شوې ناروغۍ ریښه پیدا کړو او سمه درملنه یې چې له خپل ځان سره مرسته ده ولټوو. حلاره یې د نورو د خوښولو لپاره له ځان سره په جګړې بوخت کېدل ندي بلکې د ځان منل دي.

ولې مونږ ټول له یو بل سره مینه نلرو؟
ولې انسانان د نړیوالې جګړې، کورنۍ جګړې او یا هم د یوې ټولنې د ټول وژنې په څېر کمزورې کړنې ترسره کوي؟ که یو انسان بل انسان وژني نو بیا انسان له چا سره مینه لري؟ ولې مونږ ټول له یو بل سره مینه نلرو؟ ولې مو د بل وژل د نړۍ شتمنۍ راغونډول خوښوي او غربت مو خپه کوي؟ ډېر ناروغ فکرونه د بل انسان یا حیوان ژوند اخلي خو ولې ځینې ناروغان خپل ژوند اخلي؟

که تاسې پورته حقایقو ته مثبت نظرونه پیدا کړی نو ممکن خپل سټرس او ډېپرېشن مو کم کړای شی او خپله فکري روغتیا په روغ فکر باندې لکه د سپر په څېر پوښ کړای شی. ممکن د ځینو خلکو فکر کې دا پوښتنه پیدا شي چې حقایقو ته نظرونه له کومه کړو ؟ هیڅوک هم حقایق او نظرونه نه جوړوي بلکې دواړه موجود وي او د پیدا کولو او لیدلو لپاره یې هڅې او لټې ته اړتیا ده.

د ټولو بدیو ریښې مینه ده
په نړۍ کې هیڅوک هم پوره ندي او که څوک یې تمه وکړي نو د هر چا په نظر کې به یې تمه بې منطقه وي خو په ورته وخت کې ټول د پوره کېدو یا بشپړتیا هیله لري. که چېرې نړۍ کې کوم شی پوره وای نو هرو مرو به شنډ یا بې حاصله پوره وای او یا به هم د منزل پای وای چېرې چې ژوندیو نور مخکې تګ نشوای کولای او یا یې هم د پرمختګ هیله یې نلرلای.

ټولو کایناتو له نقص یا عیب څخه وده کړې او له دې عیب څخه یې د ښه والي لپاره مخکې تګ یا پر مختګ کړی او د پرمختګ منزل یې په مرګ پای ته رسېدلی او هیڅکله هم نه دی پوره شوای.

کاینات یو سیستم دی – د انرژۍ یوه شبکه ده، ځینې یې ترتیب شوې ځانګړې طریقه کې د انرژۍ له نورو مادو سره فعل او انفعال کوي. ځینې یې ژوندي دي او په خپلې داخلي لارښونې کړنې ترسره کوي کوم چې د ټول سیسټم فرعي برخه یادیږي. ښه نو مونږ څنګه پیدا شو؟ مونږ له یو تغیر پیدا شوي یو چې نابشپړتیا ورته وایي او په ساده پښتو کې ورته هیڅوک هم پوره نه دي وایي. بشپړتیا بیا یو دایمي یا تغیر نه موندونکی حالت دی لکه پښتانه چې وایي یوازې خدای تعالی پوره دی او هیچا ته اړتیا نلري. کله چې مونږ کایناتو ته بهر ګورو تر څو یې وپېژنو نو د دې سیستم تر ټولو پیچلی شکل مونږ خپله یو.

خو بیا هم په ځای د دې چې دا نا بشپړتیا خپله ذاتي برخه وګڼو او د کایناتو د پیدایښت پروسه یې وګڼو مونږ یې په لیدلو بې زغمه کیږو.

خدای څوک دی ؟ خدای تعالی مینه ده ؟ او مینه د ټولو بدیو ریښه ده ؟
د کایناتو د پیدا کېدو د سیستم اصل د لیدو وړ دی. قوانین موجود دي د کومو له مخې چې ټول کاینات تغیر نه موندونکی فعالیت ترسره کوي او منظمې پېښې ترسره کیږي، د همدې پیښو پر بنسټ لومړني پیدا شوي تکامل ته رسیږي او له ساده شکل څخه ډېر پېچلي شکل ته او یا هم وړتیا لرونکي شکل لکه انسان ته بدلیږي.

همدا قوانین په انساني ټولنه کې د مینې په نوم موجود دي او په ورته وخت کې وینو چې د مینې پر بنسټ ټولنیزې پیښې هم نا مناسبه نه دي. تاسې کله د خدای د قهر په اړه اورېدلي؟ تر څو د قهر له لارې انسان خپل مطیع او فرمانبرداره کړي؟ خدای تعالی له خپل مخلوق سره ډېره زېاته مینه لري لکه پښتانه او مسلمانان چې باور لري له خپل مور او پلار څخه خدای تعالی ۷۰ ځلې زېات مهربانه دی او زیاته مینه له خپل مخلوق سره لري نو بیا ولې دې مخلوق ته په غضب کیږي د فرانبرادارۍ او مطیع کولو لپاره ؟ که مو ځواب هو وي نو دا به سمه نه وي چې و وایو د ټولو بدیو ریښه مینه ده ؟

د پخوانیو خلکو خدایان د یهودو، عیسویانو او مسلمانانو د خدای له تعریف سره ډېر زېات لوی توپیر لري. د پخوانیو خدایانو بندګانو یوازې د طبیعت د ځینو اجزاو او انساني روان په اړه مالومات لرل او ټولنې بې کچې له رواني بې نظمۍ سره مخ وې، په ورته وخت کې تمدنونه هم راڅرګندېدل او پناه کېدل. په دې ټولنو کې به هغه چا واک لره چې تر ټولو زیات به له رواني ستونزو کړېده او د نورو د کنټرول لپاره به یې له هر ډول غېرې انساني لارو چارو کار اخیسته. کله چې انسان عصبي بې نظمي سره لاس ګرېوان شي نو له خپلو طبیعي برخو وېره پیدا کوي او همدې وېرې ته د ژوند د اصولو نوم ورکوي او کله چې نور دغه طبیعي برخې لرل غواړي او یا یې هم خپلول غواړي مونږ یې د اصولو پلي کولو په نامه کنټرول کوو او مخنیوی یې کوو. رواني بې نظمي لمړی په نرانو کې را څرګنده شوې او وروسته ډېر په چټکۍ سره ښځو ته انتقال شوې، نرانو تل هیله لرلې چې تر نورو زیات د خپلې خوښې تحمیل کوونکي واوسي او له همدې امله یې تر ډېره د ټولنو کنټرول په لاس کې لرلای. پخوانیو خلکو کې ډېر نران مور سالاره وو او لامل یې دا وو چې مور اولاد زېږوه خو وروسته پلار سالاره شول او لامل یې د نرانو په لاس کې د ټولنو کنټرول او په نورو د خپلې خوښې تحمیل او په ورته وخت کې غوسه، ذهني نارامي او برید کوونکی چلند وو. په پخوانیو تمدنونو کې چې انسانانو خپل خدای ټاکه تل به یې نوم مذکر او قهر لرونکی وو خپل خدای به یې خپل ذهن کې انځور کوه او بیا به یې د مجسمو شکل کې تراشل. خو کله چې یهودیت، عیسویت او اسلام را څرګند شو په دې سیستمونو کې خدای تعالی د قهار په پرتله رحم کوونکی او مهربان وو

او د طبیعت او انساني ډېرو اجزاو ته پکې پام شوی وو خو نر تر اوسه تحمیل کوونکی ژوی دی. که تاسې غواړی خپله ازادي تر لاسه کړئ داسې واوسئ لکه څرنګه چې یاستی او د بل خوښه په خپل ځان مه تحمیل کوی کنه هېڅکله به له رواني ستونزو خپله ازادي ترلاسه نه کړئ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons