Aardwolf – میږی خور کوږ لیوه

د ډول علمي نوم یې (Proteles cristatus) ده، د کوږ لیوه په (family Hyaenidae) کورنۍ کې ډلبندي شوی،حشره خوړونکی (insectivorous) ده، شکل یې کوږ لیوه ته ورته ده، د افریقا په لوړو هوارو سیمو کې د شپې لخوا ژوند کوي، د جغرافې له مخې په دوه ډلو وېشل شوي چې د سوېلې او ختیځې افریقا ډلې دي.
 
آرډ والف نوم یې د افریقا سیمه ایز نوم ده او مانا یې د ځمکې لیوه ده، د بدن رنګ یې زېړې او تورې کرښې دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر نیم متر پورې رسیږي، د بدن اوږدوالی یې له ۵۵ تر ۸۰ سانتي متره (۲۲ تر ۳۱ انچه ) پورې وي او وزن یې ۸ تر ۱۲ کیلو ګرامه (۱۸ تر ۲۶ پونډه) پورې رسیږي. مخکینۍ پښې یې د څلورو ګوتو پر ځای پنځه ګوتې لري. کانین غاښونه یې لکه د کوږ لیوه په څېر دي، حشرې په بوی او یا د اورېدو په حس پیدا کوي او په خپله زیږه ژبه یې رانیسي.
 
نر او ښځه یې جوړه ژوند کوي، خپله سیمه د مقعد په بوی لرونکو مرغړیو ټاکي او نور ژوي خپلې سیمې ته نه پرېدي. دوه یا درې بچیان د نورو ژو په پرېښودل شوغارونو یا سمڅو کې زېږوي، بچیان یې په باراني موسم کې پیدا کیږي، په څلور میاشتینې کې یې له تي څخه جلا کوي او کله یې چې مور او پلار نور بچیان وزېږوي د خپل مور او پلار سیمه پرېږدي.

Picture by by Dkaeuferle = Dominik Käuferle – Originally from de.wikipedia; description page is (was) herefirst upload in de wikipedia on 21:56, 10. Apr. 2007 by Dkaeuferle (600 x 400 (71.528 Bytes) (Beschreibung = Erdwolf, Namib-Nord, Namibia, 2005, Quelle = selbst erstellt, Urheber = Dominik Käuferle, Datum = 08.06.2005, Genehmigung = GNU), CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=1929313

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons