Aardvark – د سوېلې او ختیځې افریقا میږی خور

د ډول علمي نوم یې (Orycteropus afer) ده او په انګرېزۍ کې ورته (antbear) نوم هم اخلي. د افریقا تی لرونکی ژوی ده او د افریقا په سهارا، هوارو شنو دښتو، وچو او نیمه وچو سیمو کې ژوند کوي. د ارډ وارک نوم د افریقا سیمه ایز نوم ده او مانا یې د ځمکې خوګ ده. شکل یې خوګ ته ورته ده او په ځمکه کې سمڅې یا غار وېستونکی چلند لري. د شپې لخوا ژوند کوونکی ده. وزن یې تر ۶۵ کیلو ګرامه (۱۴۵ پونډه ) او اوږد والی یې تر ۲.۲ متره (۷.۲ فټه) پورې رسیږي. د بدن رنګ یې زېړ رنګه نسواري وي او د لکۍ څوکه او اوربوز یې ممکن سپین رنګ ولري. مخکینۍ پښې یې څلور ګوتې لري او په ګوتو کې یې ډبل نوکان موجود وي، وروستۍ پښې یې پنځه ګوتې لري او د مخکینیو په څېر تېره ډبل نوکان لري.
 
له دوه متره تر دیارلس متره پورې ځمکه کې کنده وهي او خپلې سمڅې یا غار کې د خوب لپاره خونې جوړوي. خپل غارونه هر وخت بدلوي او زاړه غارونه یې ډېر وخت نور ژوي لکه د افریقا وحشي سپیان کاروي. خواړه یې میږیان دي. په شپه کې له ۱۰ تر ۳۰ کیلو متره (۶–۱۹ مایله) پورې سفر کوي او د تګ پر وخت ډېرو ځایونو کې دریږي او خپل اوربوز ته په ځمکه فشار ورکوي. زیږه ژبه لري او تر ۳۰ سانتي متره (۱۲ انچه) پورې اوږده وي. د اورېدو حس یې ډېر ښه ده او له همدې امله یې نور ژوي په اسانه نشي ښکار کولای. که چېرې له ښکار کونکو ژو خطر احساس کړي په پنځه دقیقو کې په مخکینیو پښو غار باسي او په وروستیو پښو یې بندوي.
 
نر او ښځه یې د مثل د تولید په موده کې سره یو ځای کیږي او د اومیندوارۍ له ۷ میاشتې مودې وروسته یو بچی زېږوي، بچیان یې په باراني موسم کې پیدا کیږي، د بچي وزن یې تر ۲ کیلو ګرامه پورې او د پیدایښت پر وخت تېره ډبل نوکان لري. تر دوه اونیو پورې په غار کې وي وروسته له خپلې مور سره ګرځي او په ۱۴ اونۍ کې د حشرو په خوړلو پیل کوي. په شپږ میاشتینۍ کې خپل غار باسي او په دوه کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي. په وحشي بڼ کې تر ۲۴ کالو پورې ژوند کولای شي.
Porc formiguer
By MontageMan

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons