Acouchy – اکوشي

د (genus Myoprocta) نسل دی، په (family Dasyproctidae) کورنۍ کې ډلبندي شوي. ځینې خلک یې (acouchi or acuchi) لیکي کومه املا چې ناسمه ګڼل شوې. د سوېلې امریکا دوه ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. وزن یې له ۱ تر ۱.۵ کیلو ګرامه (۲.۲ تر ۳.۳ پونډه) پورې او اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۳۹ سانتي متره (۱۲ تر ۱۵ انچه) پورې رسیږي. د (Myoprocta acouchy) ډول یې بلوط ته ورته سور رنګ او د (Myoprocta pratti) ډول یې شین رنګ لري.
 
دواړه ډولونه یې د امزون سیند په ټیټو باراني ځنګلونو کې له کولمبیا، اکوادور، پېرو تر ختیځ او شمالي برازیل پورې ژوند کوي. په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) دي، د ورځې لخوا فعال وي، معمولا یوازې ګرځي، له یو تر درې پورې بچیان زېږوي. د خپل استوګنځي چار چاپېره زړي، مغزي، میوه او تخمونه خوري. خپله غارونه نه باسي مګر د نورو ژو په غارونو کې ژوند کوي په ځانګړې توګه د ارمودیلو په پرېښودل شوو غارونو کې استوګنځای جوړوي. کله چې خطر احساس کړي منډه وهي او د مرغانو غږ ته ورته شپېلک وهي، د تېښتې طریقه یې د افریقا واړه دویکر انتېلوپ ته ورته ده.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ داسي پروکتیدای
نسل مایوپروکټا

په مایوپروکټا نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل دي

Myoprocta pratti
Myoprocta pratti Green Acouchi. Photo by Brian gratwicke

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons