African pouched rat – د افریقا کڅوړه لرونکې مږې

په (subfamily Cricetomyinae) فرعي کورنۍ کې ډلبندي شوي، پنځه ډولونه لري او ځانګړنه یې په خوله کې کڅوړه ده په کومه کې چې خواړه له ځان سره خپلو غارونو ته وړي او په خپل غار کې دا خواړه یا ساتي او یا یې خوري. ټول ډولونه یې په ځمکه ژوند کوونکي دي او له خړ تر نسواري پورې رنګ لري، د وېښتو لاندې برخه یې سپین ته ورته رنګ لري. پنځه ډولونه یې درې نسلونه جوړوي، د درې نسلونو جغرافیه، د بدن کچه، چلند او وېش یې له یو بل سره توپیر لري.
 
دوه ډولونه یې کوم چې د کریسیټومایس نسل (genus Cricetomys) جوړوي په ځنګلونو کې د سیمه ایزو خلکو لخوا د خوړو لپاره ښکار کیږي. په بندو ځایونو کې ډېره په اسانۍ وده کوي او د خوړو لپاره مارکیټ کې پلورل کیږي. دواړه ډولونه (Cricetomys gambianus and Cricetomys emini) یې تر ۳ کیلو ګرامه (۶.۶ پونډه) پورې وزن کوي، د بدن اوږدوالی یې تر ۴۲ سانتي متره (۱۶ انچه) پورې رسیږي. لکۍ یې له بدن څخه اوږده وي. د شپې لخوا ژوند کوونکې (nocturnal) دي، هر څه خوړونکې (omnivorous) دي. له سوېلې افریقا پرته په ټوله سب سهارا کې پیدا کیږي. په ځنګلونو، ونو لرونکو سیمو او باغونو کې پیدا کیږي چېرې چې د ورځې لخوا ونو ته خیژي تر څو میوه وخوري. په لندو سوري لرونکو سیمو کې پټیږي، له یو تر پنځو پورې بچیان زېږوي.
 
د وړو لکیو مږې یې په (genus Saccostomus) نسل کې شاملې دي، وړې دي، څورب ډبل بدن لري، وزن یې تر ۷۵ ګرامه پورې او اوږدوالی یې تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي. دواړه ډولونه (Saccostomus campestris and Saccostomus mearnsi) یې د شپې لخوا ژوند کوونکې (nocturnal) دي. په لانده موسم کې تخمونه خوري خو په وچکالۍ کې بیا په حشرو ځان تغذیه کوي. خپل غارونه باسي او یا د نورو ژو په غارونو کې پټیږي، له دې پرته د ونو په سوریانو کې هم پټیږي. په داسې سیمو کې ژوند کوي چې تودوخه ډېره ژر توپیر کوي.
 
د اوږدې لکۍ مږه (Beamys hindei) د شپې لخوا ژوند کوونکې ده، چټک ختونکی چلند لري. وزن یې تر ۹۷ ګرامه پورې او د بدن اوږدوالی تر ۱۶ سانتي متره پورې رسیږي. په شګه لرونکې نرمه خاوره کې غارونه باسي. په مختلف ډوله ځنګلونو، وښیزو او کرنیزو ځمکو کې پیدا کیږي. خواړه یې میوه او تخم ده. له ۴ تر ۷ پورې بچیان زېږوي.
Crycetomis emini
Photo of a pet african Pouched Rat, Crycetomis emini. Photo by SpinyMice

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons