Dungeness crab – ډانجنېس کوني کبر
د ډول نوم یې کینسر مجسټر (Cancer magister) ده، د خوړو وړ ګڼل کیږي، د دیکاپوډا په ډله (order Decapoda) او د کروستاسیا په کلاس (class Crustacea) کې ډلبندي شوی. د ارام سمندر د سمندر غاړو په اوږدو کې له الاساکا تر کلیفورنیا پورې موندل کیږي. غټ کوني کبر ده او په سودا ګریزه توګه ارزښت لري.
د نر د بدن اوږدوالی یې له ۱۸ تر ۲۳ سانتي متره (۷ تر ۹ انچه) پورې او سور یا بر یې له ۱۰ تر ۱۳ سانتي متره (۴ تر ۵ انچه) پورې وي. ملا یې سور رنګه نصواري رنګ لري خو پښې او لاندې خېټه یې زېړ رنګ لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!