Isopod – ایزوپوډ
د ایزوپوډا ډلې (order Isopoda) ټول غړي دي، د کروستاسیا په کلاس (class Crustacea) کې ډلبندي شوي. مختلف شکلونه لري, تازه اوبو، وچه ځمکه او سمندر کې ژوند کوي. ډېری یې ازاد ژوند لري خو د سمندر ځینې ډولونه یې په نورو ژو کې پرازیت دي. تقریبا ۱۰۰۰۰ ډولونه لري تر ټولو واړه یې له ۰.۷ تر ۳۵ ملي متره پورې اوږده دي لکه ګریبل (gribble) او تر ټولو غټ یې تر ۳۵ سانتي متره (۱۴ انچه) پورې اوږدیږي لکه د کربین سمندر باتینوموس جیګانتیوس (Bathynomus giganteus). ملا یې زغرې ته ورته قاب باندې پوښل شوې وي، سینه (thorax) یې ۷ برخې لري، خېټه یې شپږ برخې لري، بدن یې ۶ جوړه غړي لري خو په ځینې ډولونه کې دوه جوړې او په ځینو کې اته جوړه د بدن غړي هم شته.
Comments
So empty here ... leave a comment!