Hooded shrimp – پټ مخی د اوبو ملخ

د کماسیا ډلې (order Cumacea) ټول غړي دي، لمړی ډله یې پېراکاریدا (superorder Peracarida) ده. سر او سینه یې پراخه او ګرد شوي وي، د انعطاف وړ خېټه او د پنجې په څېر لکۍ لري. تر اوسه یې ۱۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي. د ډېرو د بدن کچه له ۲ تر ۱۰ ملي متره (۰.۰۸ تر ۰.۴ انچه) پورې وي مګر د شمالي قطب دیاستلیس ګوډ سیري ډول (Diastylis goodsiri) تر ۳۰ ملي متره پورې رسیږي. په کمو ژورو اوبو کې پرېمانه پیدا کیږي خو په ژورو سمندرونو کې هم شته. ډېری یې ځان په شګه یا خټه کې خښوي او په وړو مایکروسکوپي ژو ځان تغذیه کوي. ټول ډولونه یې تقریبا ښه لامبا وهلی شي په ځانګړې توګه نران یې چې د شپې لخوا د اوبو سر ته را خیژي.
Iphinoe trispinosa
Hooded shrimp Photographer : Hans Hillewaert

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons