Cat – پیشو

کورنۍ پیشوګانې (domestic cat) په انګرېزۍ کې ورته (house cat) هم وایي، علمي نوم یې فېلیس کټوس (Felis catus) ده. د فیلیدای کورنۍ (family Felidae) غړې دي او د کارنیورا په ډله (order Carnivora) کې ډلبندي شوي. په فېلیدای کورنۍ کې تر ټولو واړه ژوي ګڼل کیږي. لکه د ټولو فېلید (Felids) په څېر پیشوګانې هم د انعطاف وړ (supple) بدن، ټیټ قد (low-slung)، اوږدې لکۍ (long tail)، د غاښونو او منګولو یا پنجو ځانګړی جوړښت لري کوم چې په ښکار کې مرسته ورسره کوي. د بدن غړي یې په خوځښت کې ډېره زېاته همغږي لري. غوښه خوړونکې (carnivorous) دي، د پام وړ چابکې (agile) او ځواکمنې دي.
د سپیانو پلرونه داسې ژوي وو چې ټولنیز چلند یې لره او په ډله کې یې ژوند کوه او ډلې یې د مشر د لارښونې اطاعت کوه مګر له کورني کېدو سره یې د مشر د اطاعت پر ځای د مالک خبره منل پېل کړل مګر پیشو دومره په اسانۍ د انسان یا خپلمنځ کې د مشر خبره نه مني او یا یې اطاعت نکوي. له دې پرته یوه کورنۍ شوې پیشو د سپي په پرتله په ډېره اسانۍ او کم وخت کې کولای شي خپلسری وحشي ژوند پېل کړي.
د پیشو اصلي ځای او تاریخ د نورو تی لرونکو ژو په پرتله د پیشو پخواني پلرونه ډېر په اسانۍ پېژندل شوي او لامل یې د پخوانیو پلرونو له عصري پیشوګانو سره د بدن ورته والی ده. د پیشوګانو لمړي پلرونه په پلیو سین وخت (Pliocene Epoch) کې (له ۵.۳ تر ۳.۶ میلیونه کاله وړاندې تر منځ) راڅرګند شوي د کومو په جوړښت کې چې تر اوسه پورې ډېر کم بدلون رامنځته شوی.
 
د پیشوګانو اصلي ځای تر اوسه نده څرګند مګر داسې شواهد موندل شوي چې تقریبا ۹۵۰۰ کاله وړاندې په منځني ختیځ کې د کرکیلې یا کرنې د ساتنې لپاره پیشوګانې له انسانانو سره مل وې. په جنوبي قبرص کې ۹۵۰۰ کاله زوړ داسې انساني اسکلیټ موندل شوی چې پیشو هم ورسره وه همداسې په چین کې داسې فوسیلي شواهد موندل شوي چې ۵۶۰۰ کاله وړاندې پیشوګانو په هغو ژو ځان تغذیه کوه کوم چې د غلې دانه خوري او یا غلې ته زیان اړوي. له دې شواهدو وروسته لرغون پوهان ګمان کوي چې پخوا وخت کې پیشو د غلې د ساتنځای لپاره د ساتونکې په توګه کارېدلې، انسانانو پیشو ته خواړه ورکړي او یا پیشو له انسانانو په پاتې شوو خوړو ځان تغذیه کړی. همداسې له زېږېدیز کال څخه ۲۱۵۰ کاله وړاندې پیشو یو مقدس ژوی ګڼل کېده. تتر اوسه داسې کره اسناد ندي موندل شوي چې له زېږېدیز کال څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې د پیشوګانو کورني کېدل وښي. د پیشو د کورني کېدو په اړ ګمان کیږي چې پخوانیو مصریانو کورنۍ کړې وي. پخوانیو مصریانو د پیشو عبادت خونې جوړولې، له پیشو سره مینه لرله او پیشو ته یې احترام کوه.
 
په ځینو پخوانیو کلتورونو کې پیشو ځانګړی ارزښت لري: د یونان په کریتي ټاپو کې یې له زېږېدیز کال څخه ۱۶۰۰ کاله پخواني انځور شوي انځورونه موندل شي، په چین کې یې له زېږېدیز کال څخه ۵۰۰ کاله وړاندې انځورشوي انځورونه او له زېږېدیز کال څخه ۱۰۰ کاله وړاندې د هندوانو په سنګسکرېت کتاب کې د پیشو نوم یاد شوی. خو جاپانیان او عرب تر ۶ پېړۍ پورې له پیشو سره نا اشنا وو. په انګلستان کې د پیشو په اړه تر تولو زوړ یادون ۹۳۶ کال کې د شاهزاده (Howel Dda) فرمان ده چې پیشوګانو د قانوني تحفظ لپاره یې قانون نافذ کړی.
 
ټولې پیشوګانې په جوړښت کې یو بل ته ورته دي او له همدې امله د هر یو نسل پلرونه پیدا کول ستونزمنه چاره ده. خړې یا نصواري پیشوګانې چې بدن کې تورې کرښې لري ( tabby cat) د مصر په لرغونو انځورونو کې انځور شوې او ممکن پلرونه یې د مصر مقدسې ګڼل شوې پیشوګانې وي؛ حبشي پیشوګانې (Abyssinian cat) هم د مصر په انځورګرۍ کې موندل شوي؛ پارس پیشوګانې (Persian cat) هغو پیشوګانو ته ورته دي چې دوه رګه وي او ممکن په مختلفو وختونو کې یې له نورو نسلونو سره نسل ګډ شوی وي؛ بې لکۍ منکس پیشوګانې (tailless Manx cat)، بې وېښتو سفینکس پیشوګانې (hairless Sphynx cat)، د ګورګوتي وېښتو رېکس پیشوګانې (curly-coated Devon rex) یو جنیتیکي تغیر (mutation) ده. سیامېز تایلنډۍ (Siamese cat) او پارس پیشوګانې له کورنیو پیشوګانو سره توپیر لري او ډېر ورته والی د اسیا هغې وحشي پیشوګانو ته لري چې مصر کې ساتل کېدې او ګمان کیږي چې له افریقا اسیا ته انتقال شوي.
 
له انسانانو سره د پیشوګانو ملتیا
پیشوګانو په مذهب (religion) او سحر یا جادو (witchcraft) کې ځانګړی رول لرلی. په انجیل کې پیشو یوازې د ایرمیا یا اهریمیا په مشکوک خط (apocryphal Letter of Jeremiah) کې یاده شوې. له دې پرته د اسکاندیناوي یا نارویجي ملکونو(Norse countries)، مصر او د اسیا په مختلفو برخو کې په مذهبي انځورونو کې ډېره انځور شوې. مصریانو یوه خدایه یا الهه لرله چې نوم یې باسټ (Bast) وو او سر یې د پیشو سر وو. له دې پرته یې سلګونه داسې بوتان په مصر کې پیدا شوي چې خپل ځان په موږک تغذیه کوي. په خرافاتو (superstition) او سحر کې هم پیشو لوی ځای لري او ډېر خلک یې له همدې امله په ډېر ظلم سره وژني او یا یې مخکې وژلي. ځینې خلک ګمان کوي چې پیشو زېان اړونکې ده. ډېر خلک په دې اند دي چې توره پیشو غیبي ځواک لري.
 
له دې پرته پیشو په ادب او کیسو کې هم یاده شوې لکه د ( nursery rhymes, stories, and proverbs) کیسو او متلونو کې، په (The English legend of Dick Whittington and his cat) کې، له دې پرته (Théophile Gautier, Charles Baudelaire, Rudyard Kipling, Colette, and T.S. Eliot) چې د ۲۰ پېړۍ نامتو لیکولان دي د پیشو په اړه زېاتې لیکنې کړي.
د بدن جوړښت او عامې ځانګړنې
په کور کې د ساتل شو پیشو ګانو وزن له ۶ تر ۱۰ پونډه پورې رسیږي خو تر ۲۸ پونډه پورې هم شته دي. د بدن د اوږدوالي منځنۍ کچه یې په نر کې تر ۲۸ انچه او په ښځه کې تر ۲۰ انچه پورې ده. د ګېډې غړي (gut) یې ساده دي، وړې کلمې یې د بدن په پرتله درې ځلې اوږدې دي.
 
پوستکی یې د پوستکي تر منځ غشا یا پردې ( dermis) او د پوستکي له سطحې یا بهرنۍ برخې (epidermis) څخه جوړ شوی کوم چې د ټپ او عفوني شوې برخې د رغېدو وړتیا لري. نري عضلات لري کوم چې د وېښتو له فولیکول (follicle) سره وصل دي. فولیکول ترشح کوونکې، دفع کوونکې یا بهر وېستونکې مرغړي یا کیسې ته وایي. او همدا د دې وړتیا ورکوي چې د بدن ټول وېښته نېغ یاسیده کړای شي. پیشو بدن کې وړه ده خو خپلې ملا ته د زرغونې په څېر منحني شکل ورکولو باندې، د وېښتو په نېغولو او چغېدول باندې خپل دښمن وېرولی شي.
 
د عضلاتو ترتیب او همغږي
د پیشو مغز غټ او پرمختللی جوړښت لري. پیشوګانې د پښو په پنجو قدم وهونکې (digitigrade) دي په دې مانا چې د قدم وهلو پر وخت د تلې په څوکه یا پنجې (toe) قدم وهي او پونده (heel) پر ځمکه نه لګوي. د قدم یا منډې وهلو پر وخت د یوې خوا مخکې او وروسته پښه خوځوي او بیا د مخکې او وروسته بلې خوا پښه خوځوي خو په سپي او اس کې د مندېې وهلو یا قدم وهلو چلند برعکس ده مګر زرافه او اوښ پیشو ته ورته قدم وهي او یا د قدم وهلو پروخت یې پښې د پیشو په څېر خوځښت کوي. د دوه هډوکو د بندونو یا د کرپندوکو د وصل کوونکي عضلاتي وتر (ligament) پر ځای یې د ملا د تیر یا د شمزي مهرې د بدن عضلاتو سره وصل کړي او له همدې امله یې بدن د انعطاف وړرتیا لري. خپل شمزی یا د ملا تیر لکه د انسان په څېر مخکې او وروسته لور ته بهر وېستلی او اوږدولی شي. د ولیو د هډوکو جوړښت او نښلتیا یې داسې ده چې مخکنۍ پښې هر لور ته تاوولی شي. د بدن غړي یې ډېره ښه خپلمنځي همغږي سره لري او که په هر اړخ وغورزول شي په خپلو پښو باندې غورزیږي په دې مانا چې په ملا یا اړخ باندې له غورزېدو ځان ژغوري.
 
غاښونه
د پیشو غاښونه درې دندې تر سره کوي د چاقو وهلو (stabbing) دنده چې په کانین (canines) غاښونو یو څه کې سوری کوي؛ د رانیولو دنده په خپلو کانین غاښونو رانیول او کش کول هم تر سره کوي، او پرې کولو دنده چې په مولر یا ژرندې (molars) په غاښونو پرې کول کوي. پیشو د میده کولو لپاره د پراخه شوي تاج غاښونه نلري او له همدې امله پر خپلو خوړو د شخوند وهلو پر ځای خپل خواړه پرې کوي. یوازې کانین او د ژرندې غاښونه یې فعالیت کوي کوم غاښونه چې د ژامې په یو بل اړخ کې دي کوم فعالیت نه ترسره کوي او حتا د خولې بندولو پر وخت له یو بل سره نه لږیږي.
په ټولو پیشوګانو کې پاسه او لاندې ۳/۳ د ثنایا غاښونه، ۱/۱ کانین غاښونه، ۳/۲ د ژرندې واړه غاښونه (premolars)، او د ژرندې (molar) غاښونه ۱/۱ لري. په پاسه ژامه کې ۱۶ او په لاندې ژامه کې ۱۴ غاښونه لري. د شیدو یا لمړنیو غاښونو شمېر یې ۲۴ وي دکومو ځای چې په پنځه میاشتو کې دایمي غاښونه نیسي.
 
پنجې یا منګولې
د منګولو میکانیزم یې داسې ده چې د نه کارولو پر وخت یې بېرته داخل ته کش کوي یا غونډوي او دکارولو پر وخت یې د پنجې د پای هډوکي په ذریعه پراخوي. کله چې پنجه پراخه کړي کچه یې تر دوه برابره پورې زېاتیږي. د پنجې پراخونو وړتیا پرته له چیتا د پیشو په ټوله کورنۍ کې شته. نوکان یې په داخلي برخه کې د وینې رګونه (capillary) لري.
 
حسونه
پیشوګانې په خپل چلند کې د شپې لخوا فعالې یا ژوند کوونکې (nocturnal) دي. د پیشو په سترګو کې ریټینا (retina) له رڼا سره ډېره حساسې جوړې شوې او د حساس کېدو لامل یې په سترګه کې ګوانین (guanine) ده چې په سترګو کې د ځلا لامل ګرځي. ریټینا د سترګو د تور شاته یوه طبقه په کومه کې چې داسې حجرې موجودې دي چې له رڼا سره حساسیت لري کوم چې د عصابو هغه برخه تحریکوي چېرې چې د لیدونکو شیانو انځور جوړیږي. ګوانین یو اورګانیک ترکیب ده وروسته به په کیمیا کې پرې خبرې وکړو. د پیشوګانو سترګې درې لېموګان (eyelid) لري د سترګو لېمه یې د سترګګ وهلو د پردې یا غشا (nictitating membrane) په نامه هم یادیږي او په عامه انګرېزی کې ورته (haw) نوم هم اخلي. که چېرې د پیشو په سترګو کې څرګند وي په دې مانا ده چې پیشو روغتیا لري.
 
په غټو پیشوګانو کې د بوی حس پرمختللی ده. د خپل بوی په ذریعه خپل خواړه پېژني که چېرې د ناروغتیا له امله یې پوزه بنده شي خپله بشپړ اشتیا له لاسه ورکوي. د لمس حس په پیشوګانو کې ډېر حساس ده. د بدن حساسه برخه یې برېتونه (whiskers)، وریځې (eyebrows)، اننګي (cheeks)، غوږونه (ears) دي کوم چې پیشو کې لړزه تحریکوي. که چېرې یې برېتونه پرې شي پیشو په لنډ مهاله توګه له هرې وړتیا غورزیږي. د پښو تلې او پوزه یې هم له لمس سره ډېرې حساسې برخې دي.
د پیشوګانو د اورېدو حس هم ډېر حساس ده. په غوږونو کې یې تقریبا ۳۰ عضلې موجودې وي. د الټراسونیک فریکونسي (ultrasonic frequencies) یې په یوه ثانیه کې ۸۵۰۰۰ لړزې (vibration) ده له سپي څخه یې د اورېدو وړتیا زېاته ده. په سپي کې د الټراسونیک فریکونسي ۳۵۰۰۰ ده.
چلند
پیشو نه محسوس کېدونکې یو شمېر د مخ په ذریعه څرګندونې، غږېزې خبرې، په لکۍ او د بدن ځینې حالتونه غوره کولو باندې بل ته پیغام ورکوي. په دې ډول سګنلونو یا اشارو باندې پیشو خپلې ټولنیزې اړیکې زېاتوي، کموي او یا په خپل حال ساتي. یو ټولنیز چلند یې داده چې په خپل مالک یا کور کې ایښودل شوو توکو باندې د خپلې ملا اړخ، زنه او د مخ یوه خوا موښي. یادې شوې برخې یې د بوی مرغړي لري په کوم چې خپل چاپېریال ټاکي او خپل بوی په خپل چاپېریال کې پرې خپروي.
 
د ژبې منځ یې یو ډول ذخې لري چې د (filiform papillae) په نامه یاديږي د کومې په ذریعه چې خپل ځان څټي او پاکوي. د پیشوګانو غورېدل په پیشو کې درد، ناروغي او د خوښي له امله وي. کله هم چې یوه پیشو کورنۍ کیږي په خپل احساس کې نا ارامي لري او دا نا ارامي د کور له چاپېریال سره د نابلدتیا له امله وي. یو بد چلند یې داده چې په ساتل شوي کور کې هر ځای کې خپل فاضله مواد او ادرار کوي. که چېرې کور کې نوی ماشوم وزېږیږي، کور ته بل نابلده کس راشي یا بله پیشو راوړل شي له دې سره هم نا ارامه احساس کوي. پیشوګانې عادتي چلند لري که چېرې له یو کور بل کور ته انتقال شي، په کور کې بدلون راوړل شي نو له دې سره هم سټرس کیږي.
 
د پیشو بله طبیعي هیله داده چې په خپلو منګولو کور کې چوکۍ، توشکې بړستنې او داسې نور شوګارې کوي. ډېر خلک یې د جراحي له لارې د مخکینیو پښو نوکان باسي خو کوم خلک چې له پیشو سر مینه لري له دې ډول کړنو سخته کرکه لري. پیشوګانې روزل کیدای شي تر څو دا خپله طبیعي هیله په ځمکه پرتو قالینو یا نورو توکو باندې پوره کړي او ځان ارام کړي.
 
که ناوړه خواړه ورکړل شي ډېر ژر کانګې کوي. که زېات خواړه ورکړل شي هم کانګې کوي له دې پرته که په معده کې یې وېښته یا بڼکې وي هم خواړه بېرته ګرزوي. که روغتیا یې ښه وي په سباون او ماښام کې د کور په هر کنج کې ګرځي او منډې وهي. پیشو لکه دانسان په څېر ژور خوب نه کوي، داسې خوب کوي چې ارام هم کوي خو په ورته وخت کې له خطر تېښتې ته یا له خطر سره مقابلې ته هم چمتو وي.
 
خواړه
کورنۍ پیشوګانې هم لکه د وحشي پیشوګانو په څېر غذایي رژیم لري. د هاضمې جهاز او غاښونه یې داسې جوړ شوي چې باید غوښه وخوري. خپل کانین غاښونه د رانیولو او ښکار لپاره کاروي او د ژرندې یا مولر غاښونه د پرې کولو لپاره کاروي. پیشوګانې لنډې کلمې لري او معده یې یو ډول د هاضمې جوس یا شیره تولیدوي چې اساسا د غوښې پر هضم کولو کار کوي. پیشو هم لکه د ټولو جسد خوړونکو ژو په څېر کله ناکله واښه یا نور بوټي خوري تر څو د خپل هاضمې له سیستم څخه وېښته وباسي.
 
که چېرې هر وخت یوازې غوښه ورکړل شي ممکن پیشو کې د هاضمې ځینې ناروغۍ پیدا کړي. له خپل ښکار څخه لوندوالی هم ترلاسه کوي او له همدې امله کمې تږې کیږي. که چېرې پیشو ته یوازې سوداګریز وچ خواړه هم ورکړل شي په پیشو کې د ناروغۍ لامل ګرځي چې په دې کې د قبضیت، خالي ادرارو ناروغۍ، چاغوالی او دیابېت شامل ده. په سوداګریزو خوړو کې اجزا ځینې وخت د پیشو لپاره مناسب نه وي. همداسې سمندري خواړه هم د پیشو لپاره ښه ندي ځکه چې له ځینو سره پیشو الرجي لري او ځینې خواړه د پیشو لپاره زهري کیمیاوي توکي لري.
English: A montage of cat pictures using images from Wikimedia creators. the file is edit by Alvesgaspar; for description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons