ښځې، په دنده کې د جنسیت مساوات او ننګونې

نړیوال کېدنه، مخ په زېاتېدو نابرابري، د زړو دندو نوي شکلونه او د نو دندو نوي شکلونه
که چېرې مونږ دجنسیت نا برابري په یوه پراخ اقتصادي چوکاټ کې ځای کړو نو مونږ ته د درې شیانو خپلمنځي اړیکه را په ګوته کوي او هغه درې شیان د اقتصاد لپاره د حکومت پالیسي، د ادارو او شرکتونو پالیسي او د هر وګړي او کورنۍ اقتصاد ده.
 
عصري کاري مارکیټ له نړیوال کېدنې خپل جوړښت اخیستی، نوي تازه مالومات او مخابراتي ټکنالوجي، د دندو نوي شکلونه له هغه اقتصاده سرچینه اخلي کوم چې د نویو دندو نوي شکل او خدماتو په لور د ځان بیا رغونه کوي. د دندو نوي شکلونه هغه وخت رامنځته شول چې د عامه خدمتونو سکټور له دولتي څخه شخصي شو، د کار وخت د انعطاف وړ شو او ورته نور بدلونونه رامنځته شول. دې بدلونونو په کار ګمارنه زېاته کړه خو په ورته وخت کې یې کاري ځواک او مسلکي جوړښت کمزوری کړ.
 
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (The Organisation for Economic Co-operation and Development OECD) هېوادونو کې د یادو شوو بدلونونو لامل کار کوونکو ته کم معاش، په ګټه کې د خلکو تر منځ نابرابري ده. په انګلستان کې هم کوم نران چې زېاتې پیسې اخلي تر هغو نرانو او ښځو چې کم معاش لري په کم وخت کې مخکې تګ کوي چې د نر له نر سره او د نر له ښځو سره نا برابري ګڼل کیږي. کوم نران چې ډېر معاش اخلي یا زېاته ګټه لاسته راوړي د نورو نرانو په اقتصاد کې د کمي لامل ګرځېدلی او دوی یې له ښځو سره ډېر وخت په برابر اقتصاد لرلو کې ځای کړي کوم چې د ریښتونې نا برابرۍ د پټېدولامل ګرځېدلی. خو د ارتودوکس تشریح د ګټې د نا برابرۍ لامل نړیوال کېدنه او کډوالي ښي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons