ښځې او په دنده کې د جنسیت مساوات

له ۴۰ کلونو راپه دېخوا له کله چې د انګلستان ښځې د خپلو چارو بدل کې له نر سره دبرابر معاش په لټه کې شوې نو په دندو کې یې د جنسیت ترکیب ته تغیر ورکړ. پاېله یې دا شوه چې ښځې په غټو شرکتونو کې په دندو وګمارل شي، د هرې څانګې لوړ مقام کې دنده ولري.
 
خوله دې سره سره تر اوسه پورې د جنسیت نا برابري شته. دغه نا برابري د دندو شمېر او څرنګوالی ده چې وروسته پرې خبرې کوو. همداسې د انګلستان ټولنه تر اوسه پورې داسې یوه ټولنه ده چېرې چې نر د کور لګښت کې ډېره ونډه اخلي او همدا په دندو کې د مخالف جنس د شمېر د کمي لامل شوی چې په دنده کې د جنسیت برابرۍ ته یو ډول ننګونه ګڼل کیږي.
 
له ۴۰ کلونو تر اوسه پورې د ښځو په دنده ګمارنه کې انګلستان لویې لاسته راوړنې لري خو د ښځو تر نرانو کم شمېر دندې یوه ننګونه بولي او د انګلستان ټولنه او حکومت یې د برابرۍ لپاره کار ته ادامه ورکول غواړي.
 
غواړې په ټولنه کې د ښځو دفاع وکړی ؟
۱ – د ښځو لپاره د معیاري زده کړو غوښتنه وکړئ
۲- په دنده کې له نر سره د برابر حق غوښتنه وکړئ
۳- که چېرې له کوم ګواښ سره مخ شي داسې غبرګون وښیې چې حکومت فوري او مناسب ګام پورته کړي.
۴- د هغو خلکو فکر سره کلک مخالفت وکړئ څوک چې فکر کوي ښځه یو داسې ماشین ده کوم چې یوازې د جنسي موخې لپاره کاریږي او یا ښځه کېدل انسان کېدن ندي بلکې یو شرم ده.
ښځه د نر په څېر هر څه کولای شي خو که مناسبه روزنه ورکړل شي.
په انګلستان کې د جنسیت د برابرۍ په اړه په دندو کې یوانقلاب پېل شو خو دغه انقلاب نیمګړی وو. د ۱۹۷۱ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ کله چې زېاتې ښځې په دندو وګمارل شوې د ښځو د دندو د شمېر له لوړوالي سره د اقتصادي فعالیت په نشتوالي کې کمی رامنځته شو مګر تر دې مخکې کله چې یوازې نرانو زېات شمېر دندې لرلې پاېله برعکس وه. دغه ګړندي بدلون د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ یو وار بیا هغه وخت ورو شو چې د نرانو د دندو شمېر بیا ځلې زېات شو کوم چې د اقتصادي فعالیت نشتون سره مرسته وکړه. په ۲۰۰۹ کال کې د دواړو نر او ښځو لپاره دندې کمې شوې, د کار کوونکو پرېماني او د دندو نشتوالی د دې لامل وګرځېد چې نران ډېرې او ښځې کمې دندې ولري.
 
د ټکنالوجۍ له پراخېدو سره د ښځو او انجونو خوښه کې هم پراخوالی رامنځته شو په دې مانا چې مخکې به یوازې ښځو د بل په تحميل شوې خوښه واده کوه او بچیانو روزنې ته به یې ټول ژوند وقف کړی وو خو د ۱۹۶۰ لسیزې په پای کې کله چې جنسي انقلاب پېل شو ښځې وتوانیدې لکه د نر په څېر د خپلې راتلونکې لپاره اوږدمهاله نظر او موخې ولري. لمړي ګام کې ډېرو ښځو د دودیزو کړنو پر ځای لوړو زده کړو ته مخه کړه، له لوړو زده کړو وروسته په دوېم ګام کې ډېرو مسلکي ځایونو کې په دندو وګمارل شوې او په درېم ګام کې تر ځواک لرلو مسولیت په غاړه اخیستو پورې ورسېدې. په ورته وخت کې فیمینستانو هم د ښځو د حق په اړه غوښتنې لرلې کومو چې ښځو د لوړو زده کړو او مسلکي چارو څپې پراخه کړې. په څلورم ګام کې ښځې په دې وتوانیدې چې له نر سره برابر فرصت ولري او برابر معاش او اسانتیاو ته لاسرسی پیدا کړي. مخکې د انګلستان ټولنه کې یوازې نر نفقه پیدا کوونکی وو چې دا دود یې د دندې په لاسته راوړلو بدل کړ په دې مانا چې نر او ښځه دواړه نفقه پیدا کوونکي دي نو څوک ډېر وړتیا لري چې د دندې لپاره مناسب کس وګڼل شي ؟
 
په انګلستان کې چې کله انجونو لوړې زده کړې، مسلکي دندې پېل کړې، د ښځو لپاره د دندو شمېر زېات شو نو د جنسیت په اړه ټولنیز چلند کې هم بدلون رامنځته شو. اوس وخت کې د نر له تصمین څخه پرته یوه ښځه کولای شي د ملکیت ګرو سند ولیکي یو ملکیت ګرو او یا یې په ګرو ورکړي. د انجونو زده کړې او مسلکي دندې د دې لامل شوې چې هر سکتور کې تقریبا د جنسیت برابري رامنځته شي. څلوېښت کاله پخوا په انګلستان کې نا برابري په ښځو د نر تحميل شوې خوښه، له لوړو زده کړو محرومېدل، په دندو یوازې د نرانو ګمارل او ښځو ته نابرابر فرصت او کم معاش وو خو اوس وخت کې لویه نا برابري داده چې ۴۰% ښځې او انجونې د نیمې ورځې دندې لري او یا په ځینو برخو کې نران تر ښځو زېاتې دندې لري. په انګلستان کې یوازې ۱۰% نران د نیمې ورځې دندې لري کومه چې د جنسیت یو نامساوات ګڼل کیږي.
په ۲۰۰۰ کال کې زېاتو ښځو د پوره ورځې دنده د نیمې ورځې په دندې بدله کړه او لامل یې مور کېدل وو دا په دې مانا ده چې کور کې مسولیت د نر او ښځې تر منځ په نا برابره توګه وېشل شوی.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons