د جنسیت د مساواتو په اړه ښوونکو ته لارښونه

دا لیکنه له زده کړیالانو سره مرسته کوي چې هغه ګټورې کړنې کومې چې دودیزې ندي څرنګه یې یو هلک یا انجلۍ د مسلک په توګه انتخابولای شي; څرنګه د نابرابرۍ او د جنسیت تعصب پر ضد مناسب او مثبت چلند اختیار کړي, مثبت او مناسب عمل ته لار هواره کړي; په زده کړیالانو کې څیړنیز فکر او د نیوکې لپاره فکر ته وده ورکوي; له زده کړیالانو او ښوونکو سره مرسته کوي تر څو د جنسیت له مخې برابر او مناسب ټولکی جوړ کړي; له زده کړیالانو سره مرسته کوي چې هغه ننګونې کومې چې د جنسیت برابرۍ ته خنډ کیږي په ټولګي او کاري چاپېریال کې په نښه کړي او له منځه وړلو لپاره یې مناسب عمل او چلند اختیار کړي.
 
ولې باید د جنسیت د برابرۍ په اړه زده کړې وکړو ؟
کله چې یو کس یوې داسې دندې یا مسلک ته داخلیږي چېرې چې د دوی جنسیت اقلیت وي نو هرو مرو له خنډونو، ننګونو، تعصب او غلطو مالوماتو سره مخ کیږي. له دوده بهر وتل او له دوده بهر کار کول پراخې پوهې او پوهاوي ته اړتیا لري. له همدې امله باید ټول کار کوونکي د جنسیت د مساواتو یا برابري او ورسره تړلو مسایلو باندې پوه شي تر څو سالم کاري چاپېریال رامنځته کړای شي.
که چېرې په یوه کاري ټیم کې د جنسیت په اړه کافي پوهه او پوهاوی نه وي نو ممکن کوم جنسیت چې اقلیت ده د دوي پر ضد اکثریت د تعصب لپاره او یا هرې بلې غېرې تولیدي او بې مانا کړنې لپاره یووالی اختیار کړي.
 
د جنسیت د برابرۍ لپاره باید ښوونکي د لیسې زده کړیالانو ته کورنۍ دنده په لاندې ډول ورکړي تر څو په دوی کې د خپل ځان او مخالف جنس په اړه پوهاوی رامنځته کړي.
 
۱- له زده کړیالانو پوښتنه وکړئ چې د خپل مخالف جنس په اړه خپل نظر او احساس ولیکي.
د لیکلو لپاره د متن اوږدوالی ورته وټاکی د بیلګې په توګه لس جملې. دغه د دوی لیکل شوی متن په ټولګي کې په هر زده کړیال ولولئ.
 
ممکن د زده کړیالانو په ذهن کې دا ډول کورنی کار داسې پوښتنې پیدا کړي:
په خپل ټولګي کې له نورو سره څه توپیر لرم ؟
په خپل ټولګي کې له نورو سره څه ورته والی لرم ؟
ایا له خپل جنس سره ملګرتیا د مخالف جنس په پرتله توپیر لري که یې لري کوم توپیر ده؟
 
۲ – له زده کړیالانو د هغو ټکو په اړه پوښتنه وکړئ له کومو سره چې دوي موافق دي. په هغو ټکو یې تاکید وکړئ چې مثبت دي.
 
۳ – په تخته د نر او ښځې جنسیت ولیکئ او له دوی د خپل مخالف جنس په اړه د مثبت نظر غوښتنه وکړئ. او دغه مثبت نظرونه د دوی په اړه په تخته ولیکئ.
 
د جنسیت د برابرۍ په اړه د پوهاوي او پوهې لپاره ښوونکي باید زده کړیالان د شپږو کسانو په ګډو ګروپونو کې سره ووېشي او له هر ګروپ لاندې پوښتنې وکړي.
 
۱- د نر په څېر عمل کوی که د ښځې په څېر ؟ له دوی غوښتنه وکړئ چې د نر په توګه او ښځې په توګه عمل کول څه مانا لري او څه توپیر لري؟
نوټ: په دودیزو ټولنو کې د ښځې په توګه عمل شرم ګڼل کیږي دلته باید ښوونکي د ښځو مثبتې چارې نورو ته ور یادې کړي.
 
۲ – له زده کړیالانو پوښتنه وکړئ چې خلک به څه وایي که تاسې د نر یا ښځې په څېر عمل نکوی ؟ په ورته وخت کې له دوی غوښتنه وکړئ چې د مخالف جنس احترام په نظر کې ونیسي او خپل نظر ولیکي. که چېرې امکان لري نو احترام ساتلو لپاره حدود ورته وټاکئ.
 
۳ – له زده کړیالانو غوښتنه وکړئ چې هغه دندې او زده کړې ولیکي کومې چې باید نر او ښځه تر سره کړي. که امکان لري نو د بیسواده نر او ښځې د دندو په اړه هم پوښتنې ترې وکړئ.
 
۴ – له ځوابونو وروسته د ځوابونو د منطق په اړه ترې ساده پوښتنې وکړئ چې ولې یې دا ځوابونه انتخاب کړي او په مثبت نظر یې تاکید وکړئ.
 
د جنسیت په اړه د پوهاوي او پوهې لپاره ښوونکي باید زده کړیالانو ته کورنۍ دنده ورکړي تر څو د خپلې خوښې زده کړې، مسلک او مسلکي هیلې پکې ولیکي او د هر زده کړیال هیلې په مخالف جنس ولولي. تر څو نران د ښځو له مسلکي وړتیاو خبر شي او همداسې انجونې د هلکانو له مسلکي هیلو سره بلدتیا پیدا کړي او د همدې بلدتیا له لارې خپل مسلکي فکر ته وده ورکړي.
 
په ټولګي کې له لوستلو وروسته له دوی پوښتنه وشي چې له کومو ټکو سره یې موافق او له کومو سره یې مخالف دي؟ ولې مخالف یا موافق دي ؟ ښوونکي باید خپل نظر او د نورو د وړتیا په اړه له دوی سره مالومات شریک کړي.
له زده کړیالانو غوښتنه وکړئ چې د خپل مخالف جنس په اړه داسې لس جملې ولیکي چې د مخالف جنس په اړه تعصب پکې نه وي. هر وګړی باید خپلې جملې له نورو سره شریکې کړي تر څو یې فکر وده وکړي او له فکري تنوع یا توپیر سره اشنا شي.
 
د جنسیت ژبه
یو وخت همدومره کافي وه چې د دندې نوم اخیستو سره مونږ دجنسیت په اړه فکر کړای وای. تر ډېرو کلونو پورې زېاتې دندې د یو جنس لخوا ترسره کېدې. د وخت له تېرېدو سره چې څرنګه زېاتې ښځې او انجونې په دندو وګمارل شوې ځانګړي جنس لپاره دنده ساتنه دود پای ته ورسېد. ځینې دندې لکه پولیس، اور وژونه، کب نیونه یوازې د نرانو لپاره دندې وې مګر ښوونه، نرسینګ یا رنځورپالنه او په کور کې خدمت کول یوازې د ښځو لپاره دندې وې. د وخت له تېرېدو سره دواړه جنسونه د یو بل لپاره په ځانګړو شوو دندو وګمارل شول اوسمهال په پرمختللو ملکونو کې د هرې دندې تر څنګ دواړه جنسونه لیکل شوي وي کوم چې د جنسیت په برابرۍ کې مرسته کوي. کله چې دا بدلون نوی وو او لمړي پړاو کې وو نو ډېر وخت به په روغتون کې چې کله نرس ته اړتیا پیدا شوه او راوبه غوښتل شو دراتګ او لیدو سره به یې ډېر خلک هغه وخت حیران شول چې نر به یې د نرس په دنده ولید همداسې به ځینو خلکو چې ښځې په تعمیراتي کارونو کې ولیدې نو داسې به یې ورته کتل لکه کوم ژو بڼ کې چې بیزو ته ګوري. مګر تر اوسه پورې ځینې دندې داسې دي چې د جنس بدلول پکې ستونزمن دي.
کله چې د دندو لپاره جنسیت په نظر کې ونه نیول شي نو د نوې دندې لپاره ګمارل شوي جنس ته د نومونو اړتیا هم پیدا کیږي چې باید مثبت ژبه ورته انتخاب شي تر څو د جنسیت په برابرۍ کې مرسته او له جنسیت سره د تعصب مخه نیسي.
لکه
افسر/ افسره
ولسمشر / ولسمشره
 
جنسي ځورونه
ښوونکي باید په ډېر تخنیکي ډول زده کړیالانو ته دا په ذهن کې ورکړي چې مخالف جنس یوازې د جنسي موخې لپاره مخالف جنس نده پیدا شوی او دغه چاره باید په دې ډول سوالونو او ازموینو ترسره کړي تر څو لمړی د دوی نظر واخیستل شي او نظر ته یې له کتنې وروسته سمون راوستل شي.
یو ملګرۍ مو که له جنسي مخې وځورل شي تاسې ځورونکي ته د ځورونې اجازه ورکوی ؟
هو/ نه/ بیخي نه
که ښوونکي د جنسي ځورنې پیښې وویني او خیال پرې رانه وړي تاسې موافق یاست کنه ؟
هو/ نه/ بیخي نه
انجونې ښکلې جامې د دې لپاره اغوندي چې د خلکو پام ځانته واړوي او له جنسي مخې وزورول شي؟
هو/ نه/ بیخي نه
چاته خپل احساس وېل جنسي زورونه ده ؟
هو/ نه/ بیخي نه
د جنسي ځورونې مخه نیول کیدای شي؟
هو/ نه/ بیخي نه
که چېرې یو زده کړیال له جنسي ځورونې سره مخ شي او شکایت وکړي باید ویره ولري؟
هو/ نه/ بیخي نه
که چېرې د لسم ټولګي وروسته دا ډول پوښتنې مطرح شي د سالمې ټولنې په جوړېدو کې هم لویه مرسته کولای شي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons