Malacostracan – مالاکوستراکان

د مالاکوستراکا کلاس (class Malacostraca) تر ۲۹۰۰۰ زېات غړي دي. د کروستاسیا فرعي فایلم (subphylum Crustacea) او فایلم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي. بې شمزي ژوي دي او په ځمکه، سمندر، تازه اوبو کې ژوند کوي. مالاکوستراکان د کروستاسیا په څلورو عمده کلاسونو کې تر ټولو زېات دي. غړي یې د ټولو سخت پوستو له درې برخو دوه برخې جوړوي. د بدن کچې یې له یو بل سره ډېر توپیر لري او له ۱ ملي متر واړه نیولې تر ۳ متره پورې اوږده شته. د نړۍ په ټولو تل پاتې اوبو کې پرېمانه دي. پرته له انترکتیکا چېرې چې یو وخت شته وو مګر اوس نشته نور په ټولو لویو وچو کې پیدا کیږي.
 
په مالاکوستراکان کې داسې کوني کبر شته چې له ۱۰ کیلو ګرامه زېات وزن لري، داسې هم شته چې د پښو تر منځ واټن یې له ۳ مترو زېات وي. د ایزو پوډا، امفای پوډا او ستوماتوپوډا ډلو (orders Amphipoda, Isopoda, and Stomatopoda) کې د ځینو غړو د بدن کچه له ۲۵ تر ۳۰ سانتي متره پورې ده او د نورو غړو منځنۍ کچه یې له ۱ تر ۳ سانتي متره پورې ده. د ځینې پرازیتي ډولونو کچه یې له ۱ ملي متر څخه کمه ده.
 
مالاکوستراکان د بدن ثابته طرحه لري چې له سر، سینې او خېټې جوړشوی وي. په غټو کې یې سر پنځه برخې لري، سینه کې یې ۸ برخې شته وي او خېټه کې یې ۶ برخې مګر ځینې وخت ۷ برخې موجودې وې. سر یې یوه جوړه ترکیبي سترګې، دوه جوړه انتنونه او درې جوړه د زدولو لپاره د خولې برخې لري. همداسې د خولې د زودولو هره برخه یې دوه څانګې لري. سترګې یې معمولا رنګدانه لري او د خوځېدو وړ ساقې کې وي. د ملا له پای څخه یې کاراپاس یا قاب وده کوي کوم چې په غټو کې سینه، د پښو پیل او برانشونه پوښلي وي. کاراپاس یې ممکن د خېټې له شا سره نښتی وي لکه په اوفوزید (euphausiids)، دیکاپوډ (decapods) او یا د اوکاریدا دفرعي ډلې (superorder Eucarida) نورو غړو کې، ممکن د خېټه داخلي برخې سره وصل وې لکه په مایزید (mysids) کې، ممکن له منځه تللی وي لکه په ایزوپوډ (isopods)، امفای پوډ (amphipods) او سینکارید (syncarids) کې.
 
د خېټې ۸ جوړه پښې یې بېراموس یا په دوه څانګو وېشل شوې (biramous) دي. د پښو دوه جوړه خو په ځینو کې له دوه جوړو زېاتې د خوړو لپاره بدلیږي. کوم ډولونه چې ازاد او لامبو وهونکي دي ټولې پښې یې یو بل ته ورته شکل لري. کوم چې د اوبو په تل کې ژوند کوي قدم وهونکي غړي لري. د خېټې اخري جوړې ته یې پېرېپوډز یا پلېو پوډز (pereopods, or pleopods) نومونه اخلي کومې چې اساسا د لامبو وهلو لپاره کاروي. د ځینې ډولونو نران یې یوه جوړه پښې د سپرم د انتقال لپاره کاروي.
 
مالاکوستراکان اوسمهال کې ژوندي له ۲۹۰۰۰ زېات ډولونه لري کوم چې د سخت پوستو له نیمایي زېاته برخه جوړوي. په مالاکوستراکان کې تر ټولو لویه ډله دیکاپوډا ډله (order Decapoda) ده چې تقریبا له ۱۰۰۰۰ زېات ډولونه لري، دوېمه ډله ایزوپوډا ډله (order Isopoda) ده کومې کې چې تقریبا تر ۱۰۰۰۰ ډولونو پورې شامل دي او درېمه ډله امفای پوډا (order Amphipoda) ده چې تر ۶۲۰۰ پورې ډولونه پکې شامل دي. نورې هرې ډلې کې له ۱۰۰۰ کم ډولونه ډلبندي شوي.
 
دژوند دورو کې یې لمړۍ دوره د هګۍ دوره (egg stage) وي، دوېمه دوره یې ازاده لامبو وهونکې دوره (free-swimming) ده، درېمه دوره یې پر پلانکټون د تغذیې دوره (plankton-feeding larval stages) – په دې دوره کې د دیاتوم، سخت پوستو او پروتوزوان واړه مایکروسکوپي بیچیان کوم چې د اوبو په سرکې ګرځي او یا سمندر او تازه اوبو کې لامبو وهي د اوبو فلټر کولو له لارې په پلانکټون ځان تغذیه کوي.
د ځوانۍ دوره په کومه دوره کې یې چې بشپر وده نه وي کړي او د ودې په حال کې وي (immature, subadult, growth stages)، بله دوره یې د مثل د تولید دوره (sexually mature, reproductive, adult stage) ده کومې کې چې دې ژو بشپړ وده کړې وي.
 
د ایزو پوډ په ځینو ډولونو کې نر په خلاصو اوبو کې ښځې پسې تګ کوي، د جنسي نزدیکت وخت یې ډېر کم وي تقریبا څو ثانې وخت نیسي. د هګیو له کیسې (ovary) څخه چې کله د هګیو وېستونکي نل (oviduct) څخه هګۍ بهر باسي نو القاح شوې وي. په ډېرو ډولونو کې نر له جنسي نزدیکته وروسته بیا خوراک نکوي، بیا جنسي نزدیکت نکوي او تر ډېره وخته ژوندی هم نه پاتې کیږي. القاح شوې هګۍ ممکن په سمندر کې ازادې پرېښودل شي او ناوپلیوس لاروای (nauplius larvae) بچیان ترې پیدا شي. ځینې هغه سمندري ډولونه چې په لامبو وهونکو پښو (pleopods) پسې خپلې هګۍ نښلوي د مردارو شو حیواناتو جسد خوړونکي ډولونه دي. لاروای بچیان یې یا په لامبو وهلو د اوبو تل ته کوزیږي او یا د اوبو تل ته ډوبیږي او د ځوانۍ دورې ته تر رسېدو مخکې څو لاروای دورې بشپړوي. کوم بچیان چې نا بشپړ پیدا کیږي او نوره وده د مور په بدن کې په یوه کڅوړه کې کوي لاروای دورې نلري.
 
کوم ډولونه یې چې غټ بدن لري او د سمندر په تل کې ژوند کوي جنسي نزدیکت یې تقریبا څو ساعته وخت نیسي. نر یې له جنسي نزدیکته وروسته خواړه خوري، بیا جنسي نزدیکت کوي، د بدن پوستکی بدلوي. واړه بچیان یې ډېر وخت له پیدا کېدو وروسته مور له ځان سره ساتي.
 
مالاکوستراکان اساسا لامبو وهونکي دي، په دوېمه درجه قدم وهونکي، په توکو پسې نښتونکي او غارونه وېستونکي دي. د هر ډول په وړو او غټو کې د لامبو وهلو لپاره کارېدونکي غړي او طریقه توپیر لري.
 
مالاکوستراکان هر ډول موجود اورګانیک توکي خوري، مړه یا ژوندي ژوي او په بوټو ځان تغذیه کوي. له وړو ژو تر منځنۍ کچې پورې ژوي، پلانکټون او خوسا شوي توکي خوري. او ځینې ډولونه یې د اوبو په نورو ژو کې پرازیت کیږي. غټ مالاکوستراکان په مردارو شو ژو او وړو شمزي لرونکو لکه کبان او داسې نورو ځان تغذیه کوي. کوم چې واړه دي او کندې باسي د اوبو په فلټر کولو ځان تغذیه کوي. کوم چې په وچه کې ژوند کوي الګی او د ځنګلونو پاڼې خوري.
Crustacea
Crustacea collage By Hans Hillewaert

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons