Scampi – سکمپي استوانه اي چنګاښ
جمع یې هم (Scampi) ده په انګرېزۍ کې ورته (Dublin Bay Prawn, or Norway Lobster) نومونه هم اخیستل کیږي، د ډول علمي نوم یې نېفروپس نوروېجیکوس (Nephrops norvegicus) ده، د خوړو وړ استوانه اي چنګاښ یا لوبسټر ده، د دیکاپوډا په ډله (order Decapoda) او د کروستاسیا په کلاس (class Crustacea) کې ډلبندي شوی. له شمالي افریقا تر ناروې او ایسلنډ پورې سمندر کې پیدا کیږي. ایټالیا، انګلستان، فرانسه او دنمارک یې د سوداګرۍ لپاره نیسي.
سکمپي استوانه اي چنګاښ دسمندر په تل کې د نرمې ځمکې په غارونو کې ژوند کوي او له ۱۰ تر ۲۵۰ متره ژورو اوبو کې پیدا کیږي. د بدن اوږدوالی یې تر ۲۰۰ ملي متره (۸ انچه) پورې او وزن یې تر ۲۰۰ ګرامه پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!