Agroforestry – کرنیز ځنګلونه

د کرنې په سیستم کې د ونو, بوټو او فصلونو کرنه، ساتنه او له دې سره د څارویو ساتنې ته وایي. دا سیستم دخپلو برخو یا اجزاو تر منځ د مثبت فعل او انفعال لټون کوي. موخه ېې دا وي چې په ایکولوژیکه توګه متنوع او په ټولنیزه توګه ډېر تولیدونکی د ځمکې کیفیت رامنځته کړي تر څو ېې حاصل له دودیزې کرنې څخه ښه شي.
 
د کرنیزو ځنګلونو بهیر په ډېر کم قیمت د یوې ځمکې څو ډوله مدیریت ده کوم مدیریت چې دانساني کړنو اغیز په ځمکه کموي. په دې پروسه کې د اوږدې مودې وده او پرمختګ په کرنیز اقتصاد باندې مثبت اغیز لري. د اګرو فوریسټري یا کرنیزو ځنګلونو مفهوم په ۲۰ پیړۍ کې راڅرګند شو. د کرنې په سیستم کې د لرګي لرونکو بوټو کارونه, له کرنې سره ونې کرل او مالداري له ډېر پخوا دود ده چې تاریخ ېې لسګونه زره کاله ته رسیږي. په ۲۰۰۴ کال کې دنړیوال بانک راپور خپور کړ چې د کرنیزو ځنګلونو سیستم تقریبا ۱.۲ بیلیونه خلکو کارولی
 
ګټې  
د کرنیزو ځنګلونو پروسه په هر ځای کې توپیر لري او په څو ډوله ده لکه: لرګي لرونکي بوټي، پټي، د څارویو فارمونه او د کرنې اړوند چارې. په هر ځای کې د دې ټولو لوړ مدیریت کوي… په هر ایکو سیستم او په هر کلتور کې توپیر لري. که چېرې دا پروسه په مناسبه توګه ترسره شي نو د پرمختللې روغتیا او خوړو له لارې په معیشت کې ښه والی رامنځته کوي، داقتصاد د ودې لامل ګرځي په چاپیریال کې ثبات او په ایکو سیستم کې پایښت رامنځته کیږي. د کرنې تنوع په ځانګړي ډول په معتدله صنعتي سیمو کې د ودې حال کې یوه د سیالۍ اقتصادي ستراتیژي ده او د کرنیزو ځنګلونو پروسه په دې کې مثبت رول لري تر څو مغز لرونکي میوې، تازه میوې، با ارزښته درمل، لبنیات، د شیدو او غوښې لپاره وزې، مېږې او غوییز او د سوزېدو لپاره لرګي د ټولنو لپاره پوره کړي. همداسې د کرنیزو ځنګلونو پروسه د اوبو په پاکو ساتلو کې، په اوږده موده کې د کاربن تولید، د خاروې غني کولو، د ژوند تنوع، د هوا پاکې ساتنه کې خپل مثبت رول لري چې ګټه ېې دواړه ټولنې او د کرنیزو ځنګلونو مالکانو ته رسیږي.
 
تاریخ
د کرنیزو ځنګلونو پروسه په ۲۰ پیړۍ کې طرحه شوه. طرحه کوونکی ېې د امریکا اقتصادي ځمکپوه جې روسېل سمیت (J. Russell Smith) نومېده دغه طرحه ېې په خپل کتاب کې (Tree Crops: A Permanent Agriculture 1929) لیکلې وه. سمیت دایمي کرنه د فصل د خرابېدو د مخنیوي یوازینۍ حل لار وګڼله. په ۱۹۷۷ کال کې د کاناډا ( Canadian International Development Research Centre) ادارې یو راپور خپور کړ چې نوم ېې ونې، خواړه او خلک (Trees, Food and People) وو. د دې څېړنې یوه برخه د ځنګلونو د څېړنې لومړیتوب وو چې د کرنې پایښت ېې په کرنه کې د ونو شتون ښودلی وو. له دې راپور خپرېدو سره (International Council for Research in Agroforestry ICRAF) نړیوالې ادارې چې په نایروبي کینیا کې ده په ۱۹۷۷ – ۱۹۸۲ کې یوه مجله خپره کړه د کومې چې موضوع په کرنه کې ځنګلونه وو تر څو ټوله نړۍ په همدې اړه څېړنو ته وهڅوي. 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons