Aldrin – آلدرین

آلدرین (C12H8Cl6) د (hexachlorohexahydrodimethanonaphthalene) په خپله کې د څو ترکیب کوونکو ایزومرونو یو ډول ده (د ترکیب اجزا یې کوم توپیر نلري خو د ترکیب جورښت کې یې توپیر وي). یو کلوریني شوی هایدروکاربن ده کوم چې پخوا د حشرو وژونکو کیمیاوي توکو په توګه کارېده خو اوسمهال ېې کارونه منع ده. الدرین په لومړي ځل په ۱۹۴۰ لسیزه کې جوړ شول. جوړونه یې د (hexachlorocyclopentadiene) او (bicycloheptadiene) له عکس العمل څخه شوې کوم چې له نفتو لاس ته راوړل کېده. الدرین د عصابو منځنۍ برخه تحریک کوي او ګرمې وینې لرونکو حیواناتو لپاره زهري توکې ګڼل کیږي. دغه توکي کولای شي د پوستکي له لارې، د تذریق له لارې، د تنفس له لارې د زهرو په توګه بدن ته داخل شي. په کال ۱۹۷۴ کې د امریکا (Environmental Protection Agency) ادارې د دې کارونه تصدیق کړه مګر په کال ۱۹۸۷کې یې کارونه بېرته منع اعلان کړه. اوس مهال ېې یوازې د غټو سرونو میږیانو د مخنیوي لپاره کارول کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons