Robert Allston – رابرټ السټون

بشپړ نوم ېې رابرټ فرانسیس ویدرس آلسټون (Robert Francis Withers Allston) ده. د اپرېل مېاشت په ۲۱ نیټه, کال ۱۸۰۱, د امریکا په جنوبي کرولینا کې زېږېدلی او د اپرېل مېاشت په ۷ نېټه, کال ۱۸۶۴, د جنوبي کرولینا په جارج ټاون کې مړشوی. د وریجو کرونکی او د کرولینا والي وو.
 
په کال ۱۸۲۱ کې له (West Point Military Academy) فارغ شو. آلسټون یو کتاب لیکلی چې د ( The South Carolina Rice Plantation) په نامه ده. په دې کتاب کې د دې سیمې د سیاست، کرنې اوټولنې په اړه د کورنۍ جګړې څخه وړاندې مالومات لیکل شوي. له دې کتاب څخه داسې ښکاري چې آلسټون د ساینسي شیوو له کار اخیستنې په ذریعه د وریجو د کرنې لپاره لوی تالابونه جوړ کړي وي کومو چې د وریجو د کرنې په پراخېدو کې لوی رول لوبولی وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons