Arboriculture – نیالګی روزنه او کېښودنه

د ونو، بوټو او هر ډول د لرګي لرونکي بوټي چې د سوري او ښکلا لپاره کېښودل کېښودنې او پالنې ته وایي. په دې پروسه کې د تخم له لارې د بوټو خپرېدل، له یوې سیمې بلې سیمې ته د بوټو انتقال، کیمیاوي سرې کارونه او د کیمیاوي توکو شیندل شامل دي تر څو مرضونه او حشرات کنټرول کړي. له دې پرته په څانګو باندې کار کول، د مزو په ذریعه څانګې هر لور ته غزول، په ونه کې د سوریانو درملنه کول، د بوټو او ونو پېژندل، د ونو د مرضونو او خرابیدو لامل پېژندنه او رغونه او د ونو یا بوټو راوېستلو باندې پوهېدل هم شامل دي.
 
په نیالګیو کېښودنه کې ډېر پام دې ته وي چې هره ونه یا بوټي په سالمه توګه وده وکړي او له کرنې سره توپیر داده چې په کرنه کې ډېر پام د بوټو یا کرنې مجموعې ګټې ته پام کیږي. د نیالګي کېښودنې او پالنې بنسټیزې موخې ډېرې پخوانۍ دي چې د قدیمي مصر تر تمدن پورې تاریخ مالوم ده. پخوانې مصر کې مصریانو ونې له یو ځای نه بل ځای ته داسې انتقالولې چې ریښې به یې توپ شکل لرونکې خاوره کې پوښلې وې. یا به ېې یو ډول لګن جوړ کړ له خاورې به ېې ډک کړ او بوټی یا ونه به ېې له یوې بلې سیمې ته پکې وړل چې دواړه طریقې اوس هم کاریږي.
 
له زېږدیز کال څخه ۳۰۰ کاله وړاندې د یونان یو فیلسوف تیوفراستوس د (Peri phytōn historia) په نامه کتاب ولیکه معنی ېې په بوټو کې څېړنه ده او په دې کتاب کې تیوفراستوس (Theophrastus) د بوټو د ټپ د درملنې او له یوې سیمې بلې ته د بوټو د انتقال په اړه لیکل کړي. په کال ۱۶۶۴ کې د انګلستان جان ایویلین (John Evelyn) د ( Sylva, or a Discourse of Forest-trees) په نامه لیکنو او راپورونو کې د وچو څانګو پرېکولو، د حشراتو د کنټرول، د بوټو د ټپ او له یو ځای بل ځای ته د انتقال په اړه مالومات خپاره کړل.
 
د ونو یا بوټو خپرېدل د تخم له لارې، د پیوند له لارې، د لښتو پرېکولو او بیا کرلو له لارې کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons