Clydesdale – کلایډېسډایل

د درندو کاري اسونو نسل ده، اصلي ځای یې د سکاټلند له کلایډ سیند سره نږدې سیمه ده. نسل یې په ۱۷۱۵ کې له فلندر نر اس او د سیمې له اسپې اخیستل شوی. په ۱۸۴۲ کې شمالي امریکا ته انتقال شول خو په امریکا کې هېڅکله د کاري موخې لپاره ونه کارېدل.
 
قد یې له ۱۷۳ تر ۱۸۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۹۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګ یې ډېر وخت سور، نسواري او یا تور وي د بدن ډېر برخه یې سپین رنګ نلري. پښې یې چار چاپېره اوږده وېښته لري کوم ته چې انګرېزۍ کې (feather) وایي. په انګلستان کې یې د مالوماتو د ثبت اداره (Clydesdale Horse Society of Great Britain and Ireland) په ۱۸۷۷ کې جوړه شوې او په امریکا کې (American Clydesdale Horse Association) په ۱۸۷۹ کې جوړه شوې.
Clydesdale wagon
Clydesdale horses Photo by Jude

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons