Cleveland Bay – کلیو لېنډ بې

د اسونو نسل ده. خپلې ځانګړنې دواړو دوه رګه او کره بچیانو ته انتقالوي او له همدې امله په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې ډېرو خلکو خوښول. همداسې تر اوسه د ځانګړو کړنو لپاره زیات کارېدونکی نسل ده. اصلي ځای یې د انګلستان د یارک شېر کلیو لېنډ سیمه ده. نسل یې د منځنیو پېړیو له اسونو اخیستل شوی. کله یې چې نسل متحده ایالتونو ته انتقال شو هلته د په اس ګاډۍ پسې تړل کېدل او د نندارې او د منډې د سیالیو لپاره کارېدل.
 
قد یې له ۱۶۳ تر ۱۶۵ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۶۳۵ تر ۶۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ډېر وخت سور رنګ لري او د څټ د وېښتو او پښو رنګ یې تور وي. د مالوماتو د ثبت اداره یې په انګلستان کې (British Cleveland Bay Horse Society) په ۱۸۸۳ کې جوړه شوې او په شمالي امریکا کې (Cleveland Bay Horse Society of North America) په ۱۸۸۵ کې جوړه شوې.
CMOberonTobleroneGallop15.8.08Small
Cleveland Bay photo by CMSporthorses

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons