Abaca – اباکا

علمي نوم یې (Musa textilis) ده، د میوز ایشي کورنۍ یا د کیلو د کورنۍ بوټی ده، فایبر یې د پاڼو د فایبر په ګروپ کې دوېم ارزښت لري، فایبر یې له پاڼو او له ساقې (petioles) څخه لاسته راوړل کیږي. له فایبر څخه یې پړي او کاغذ لکه د چایو ډبلی، د فلټر کولو لپاره کاغذ او بانک نوټونه جوړیږي. له ریښو څخه په راوتلې وړې ساقې خپریږي ځکه چې په تخم کرل شوي اباکا ډېره ورو وده کوي بوټي ته یې ځینې خلک (Manila hemp, Cebu hemp, or Davao hemp) نومونه هم اخلي خو له رییښتوني (hemp) سره کوم تړاو نلري. په انګرېزۍ کې (hemp) د چرسو بوټي ته وایي په ځانګړې توګه د چرسو هغه بوټی چې د پاڼو د فایبر لپاره کرل کیږي.
 
اباکا د کیلې یو ډول ده، اصلي ځای یې فلپاین ده او فلپاینۍ ژبه کې (abaka) لیکل کیږي. په فلپاین، ایکوادور او کوستاریکا کې د سوداګریز بوټي په توګه کرل کیږي. په ۱۹ پېړۍ کې یې ارزښت پیدا کړ او له فایبر څخه یې په باد تلونکو کشتیو ته رسۍ جوړېدې. په کال ۱۹۲۵ کې جرمنانو په سوماترا کې او امریکایانو په مرکزي امریکا کې وکرل. په کال ۱۹۳۰ کې انګریزانو د اسیا په برطانوۍ بورنیو (Borneo) کې چې اوسمهال د مالیزیا یوه سیمه ده کمه اندازه وکرل. په دوېمه نړیواله جګړه کې امریکایانو د اباکا کرنه خورا زېاته کړه خو فلپاین تل د اباکا تر ټولو زیات کرونکی پاتې شو.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons